بی بی سی پښتو
د مور بې هوشۍ کې معجزه ماشومه څنګه وزېږېده؟
یوه میندواره ښځه چې د کورونا وبا له کبله بې هوشه شوې وه، د ماشوم تر زیږولو یوه ورځ وروسته په هوش راغله.
مریم احمد چې روغتون ته تلله، له ځان سره یې خپله بکسه کې لازم توکي نه وو اخیستي، ځکه هلته یې د اوږدې مودې لپاره د پاتېدو تمه نه وه.
دې او مېړه یې عثمان د خپل ماشوم لپاره د میندوارۍ په نهه ویشتمه اونۍ کې نوم غوره کړی و، خو د مریم وضعیت په خرابېدو شو.
۲۷ کلنه مور چې له سالنډۍ کړېږي، په نازک حالت کې وه.
- “مېړه مې راپسې ټوپک راواخیست چې ولې زامن نه زيږوې؟”
- په کورونا وېروس له اخته مور نوزیږدي ماشوم ته وېروس لېږدېدلی شي؟
دې ویل، د اکسیجن ماسک هم ډېره ګټه نه ورته کوله او خبرې یې هم سمې نه اورېدلې:
”ډېر زیات غورېږ و. یوچا زما مخ مینځه او پالنه مې یې کوله. بدن مې سخت کمزوری شوی و”.
“خدای پاماني وکړه”
مریم وايي “هرڅه ډېر ژره پیل شول، پنځو دقیقو کې یې راته وویل چې مصنوعي تنفس باید واخلې، زه په بې هوشۍ کې وم چې جراحي عملیات کې مې ماشوم زیږولی. ما ته یې وویل باید خدای پاماني وکړم؛ ځکه ښايي ومرم”.
مریم په سوانزي کې له خپلې مور سره اړیکه ونیوه، ډاکټر یې له مېړه سره- چې په کور کې له خپل یو کلن زوی یوسف سره و- تماس ونیو.
دا وايي “ما له خپل مېړه او زوی سره خبرې ونه کړې. تر دې مخکې یوه شپه هم له خپل زوی لرې نه وم تللې. د فېس ټایم له لارې مې له خپل پلار سره دوه دقیقې خبرې وکړې. مور مې ټکان خوړلی و”.
مریم د جنورۍ پر ۱۸مه ماشومه زیږولې چې وزن یې ۱٫۱۷ کیلوګرام و.
د خوښۍ ځای دا و چې مریم په دویمه ورځ په خود کې شوه او ډاکټر یې هم ورته حیران و.
دا وايي: “څه چې تېر شوي نه یم پرې خبره شوې. ناڅاپه په هوش شوم ومې لیدل چې خېټه کې مې ماشوم نشته. د درد احساس مې وکړ”.
په لومړیو ورځو کې یې خپل ماشوم ونه شو لیدلی، نرسانو یوازې د هغه وېډیوګانې او عکسونه ورښودل.
په روغتون کې ټولو د هغې پالنې او روغتیا ته پام کاوه.
“ان صفاکار هم ډاډ راکاوه چې ماشوم مې ښه دی او رانه غوښتل یې چې څه نوم دې ورته غوره کړی”.
د قوي ماشومې لپاره قوي نوم
تر زیږون یوه اونۍ وروسته مریم او مېړه یې د خپل ماشوم لپاره د نامه پر غوره کولو بوخت و. خدیجه نوم یې ورته غوره کړ.
مریم وايي “په اسلامي دین کې خدیجه د یوې قوي او خپلواکې ښځې نوم دی. زما له نظره زما لور قوي ده”.