تازه خبرونه
د ميدان وردګ د بهسود په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو خپلوان د عدالت غوښتنه کوي
د میدان وردګ د بهسود لومړۍ حصې په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د وژل شویو خلکو خپلوان له مرکزي حکومته عدالت غواړي.
د میدان وردګو د بهسود د لومړۍ حصې د ولسوالۍ د خلکو او حکومتي ځواکونو تر منځ د تېرې جمعې د ورځې په له تاوتریخوالي ډک لاریون کې د وژل شوي علي شجاعي خور زینب شجاعي وایي: پر ورور مې د مرمیو باران جوړ شو؛ یوازې یې پر تن مرمې ندي لګېدلي ان یوه پېښه یې پرې شوې وه. څه وکړو، مونږ له حکومته عدالت غواړو.
نوموړې زیاته کړې؛ علي بزګر و او د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه وه.
د وژل شوي علي شجاعي مور بسکول وایي: له علي شجاعي درې زامن او دوه لوڼې پاتې دي. میرمن یې وایي، چې پېنځه یتیمان راته پاتې شول.
د علي شجاعي میرمن فاطمه له مرکزي حکومته غواړي؛ هغه کسان محاکمه او پر سزا ورسوي، چې پر میړه یې ډزې کړي دي.
د علي شجاعي خپلوانه معصومه وایي: باید له پلاوي وپوښتل شي، چې ولې بې ګناه خلک ووژل شول؟ دغه پېښه دې بې پرې وڅېړل شي.
د بهسود د لومړۍ برخې ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې څېړنې ته له کابله د ورغلي حکومتي پلاوي غړي ایوب سالنګي ویلي، چې پېښه به په روڼ ډول وڅېړي او مجرمین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ایوب سالنګی وایي: د افغانستان حکومت دې ته ژمن دی، چې اصلي مجرم که هرڅوک وي د قانون منګولو ته وسپاري او په دې اړه به عدالت پلی شي.
د تېرې جمعې پر ورځ( د سلواغې ۱۰) د میدان وردګ د بهسود د لومړۍ حصې اوسېدونکیو یو اعتراضي لاریون وکړ، چې پر تاوتریخوالي واوښت او په کې د علي پور وسلوال له امنیتي ځواکونو سره ونښتل. په دې نښتو کې دولس کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.