نړۍ

د مکسیکو د سرحدي ښار جواریز په زندان کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۱)

د رویترز د راپور له مخې د مکسیکو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې: د شمالي سرحدي ښار جواریز په یوه زندان کې له وسلوال بریده لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي؛ ۱۳ ټپیان او ۲۴ نور تښتېدلي دي.

د چاهوا ایالت څارنوال ویلي، چې د زندان په دې برید کې له وژل شویو کسانو څخه ۱۰ امنیتي پرسونل او څلور بندیان دي.

سمدستي په ډاګه شوې نده، چې برید چا کړی دی.

څارنوال زیاته کړې، په لومړنیو پلټنو کې په ډاګه شوې شوې، چې بریدګر پر ځايي وخت د سهار اووه بجې له زغره والو موټرو سره زندان ته دننه شول او ډزې یې وکړې.

دغه راز له دې پېښې څو دقیقې مخکې؛ چارواکو د ښاروالۍ پولیسو ته نږدې له یوه وسلوال بریده خبر ورکړی و، چې له څارنې وروسته څلور کسان او یوه لارۍ ونیول شول.

د ښار په یوه بله برخه کې، دوه نور موټر چلوونکي له هغې وروسته ووژل شول، چې چارواکو وسلوال برید یاد کړی دی.

دولتي څارنوال په دې اړه، چې آیا دا درې پېښې سره تړاو لري؛ څه ندي ویلي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په اګست میاشت کې د مکسیکو په سلګونه سرتېري له هغې وروسته جواریز ته واستول شول، چې د دوه سیالو کارتیلونو د غړیو ترمنځ د زندان د شخړې له کبله د ګډوډۍ او ډزو لامل شو؛ هغه مهال ۱۱ کسان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي وه.

Trending

Exit mobile version