نړۍ

د میانمار پوځ پر ملکي وګړو بریدونه ډېر کړل

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

Published

on

 

د شخړو د څارنې یوې ادارې ویلي، چې په میانمار کې د نوې ادارې له واک ته رسېدا وروسته پوځ پر ملکي وګړو خپل بریدونه پراخه او ډېر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو له میانمار سره د اړیکو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

دې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې:« د میانمار د پوځ د قومندې له بدلون وروسته، ملکي وګړي له سختو ځپنو او ډېرو هوايي بریدونو سره مخ شوي دي.»

دې ادارې زیاته کړې، د میانمار پوځ په منظم ډول له جنګي جټ الوتکو څخه د ټاکل شویو موخو پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کار اخلي.

د میانمار حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په میانمار کې کړکېچ له هغې وروسته پیل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ز.کال په فبرورۍ کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ. دې اقدام کورنۍ جګړه رامنځته کړه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

له هغې وروسته د میانمار پوځي مشر مین آنګ هلاینګ د پوځ مشري خپل نږدې ملګري«یه وین او» ته وسپارله. د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې، چې مهمې کانیزې زیرمې او سوداګریزې لارې لري؛ نوي عملیات پیل کړي دي.

د شخړو د معلوماتي پروژې ادارې خبرداری ورکړی، چې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د کمېدا احتمال کم دی؛ ځکه پوځي حکومت هڅه کوي، چې د مین آنګ هلاینګ له پوځي مشرۍ څخه هېوادنۍ مشرۍ ته له لېږد وروسته خپل کنټرول پیاوړی کړي.

په ډله‌ییزو وژنو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي

د څارونکې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲ ډېرې ډله‌ییزې وژنې ثبت شوې دي، چې له کبله یې له ۴۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه قربانیان د «انیار» په مرکزي سیمه کې وژل شوي دي.

د مې په میاشت کې د میانمار سلګونو پوځیانو په «مییت چای» ښار کې عملیات کړي او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» ادارې ویلي، چې په روان کال کې د میانمار د پوځ کړنې ښيي، چې پر ملکي وګړو د ځپنې کچه راکمه شوې نه‌ده، بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.

په همدې حال کې د میانمار سیاسي وضعیت په سیمه کې د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدا لامل شوی دی. مین آنګ هلاینګ د هند او چین په ګډون د سیمې مهمو هېوادونو ته سفرونه کړي او له د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې«آسیان» سره اړیکې هم بېرته زیاتې شوې دي.

آسیان د ۲۰۲۱ز.کال له کودتا وروسته د میانمار پوځي مشران له خپلو رسمي غونډو څخه لرې کړي وه.

ټاکل شوې ده، چې مین آنګ هلاینګ د اګست پر شپږمه او اوومه تایلینډ ته سفر وکړي؛ دا سفر د هغه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا لپاره بلل شوی دی.

Trending

Exit mobile version