تازه خبرونه

د میدان وردګ امنیه قومندان باید محاکمه شي ـ د حقیقت موندنې پلاوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۹)

د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ د پېښې د څېړلو پلاوي د دې ولایت د امنیه قومندان الله داد فدایي د دندې د ځنډېدو او محاکمې غوښتنه کړې ده.

د میدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د حقیقت موندنې له څوارلس کسیز پلاوي یو غړی اوس وایي، چې خپلې موندنې یې د ملي امنیت شورا ته سپارلي؛ خو امنیت شورا ترې دوه ورځې وخت غوښتی دی.

د بهسود د لومړۍ حصې د ولسوالۍ د حقیقت موندنې پلاوي غړی حسن رسولي وایي، چې پر لاریون کوونکیو د ډزو سپارښتنه امنیه قومندان کړې وه.

د میدان وردګ د بهسود ولسوالۍ ځینې اوسېدونکيو ویلي؛ د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ  په دې ولسوالۍ کې لس ورځنۍ جګړه روانه ده او خبرداری ورکوي، چې که مطلوبې پایلې ته ونه رسېدل؛ ستر ناورین به را منځته شي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ استازی مهدي راسخ هم خپله بېوسي ښیي او وایي: د پلاوي له راستنېدو وروسته هم جګړه روانه ده. مونږ هم ونشو کولی، چې پر وضعیت حاکم شو.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د میدان وردګ امنیه قومندان کابل ته راغوښتل شوی او که کومه سرغړونه ثابته شوه، له افرادو سره به د قانون په رڼا کې چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق آرین وایي:  اوس هم دا موضوع زمونږ تر کتنې لاندې ده. سلامت او ملامت له بشپړو څېړنو وروسته معلومیږي. مونږ خپلې وروستۍ څېړنې د پلاوي د راپور په رڼا کې تر کار لاندې نیولي دي.  

د بهسود د لومړۍ حصې په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د علي پور د وسلوالو تر منځ لس ورځې مخکې نښته رامنځته شوې، چې دولس کسان ترې ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې  د بهسود د لومړۍ حصې د ولسوالۍ نوی امنیه قومندان او دوه امنیتي مامورین هم شامل دي.

Trending

Exit mobile version