تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا دې په غزه کې اوربند پلی او د ناورین مخه ونیسي

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ( د وري اوومه ) په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په غزه کې د بېړني اوربند د مسودې له تصویب هرکلی څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د م. م امنیت شورا باید هر څه ژر په غزه کې د اوربند پلي کول یقیني کړي او د روان ناورین مخه دې ونیسي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: اسلامي امارت د حماس او په ټوله کې د فلسطیني ولس د دریځ، چې د اوربند د دوام، د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بیرته ستنېدلو، د غزې ښار د بیا رغولو او محاصرې ختمولو غوښتنه کوي، تائید او ملاتړ کوي.

ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنيت شورا او بانفوذه هېوادونو غواړي، چې له پرېکړه ليکونو هاخوا د فلسطينيانو د نسل وژنې د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطیني قضیې د بنسټیز حل لپاره عادلانه لارې چارې ولټوي.

په غزه کې د اوربند غوښتنې ته د امنیت شورا ۱۴ غړیو مثبته او امریکا ممتنع رای ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version