تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا د افغان ښځو پر کار او زدهکړو د بندیزونه د غندلو پرېکړه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز غندي او تمه ده، چې په دې اړه به یو پرېکړه لیک تصویب کړي.
په پام کې ده، چې نن پنجشنبه د امریکا پر وخت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د افغان ښځو پر کار او زدهکړو د بندیزونو د غندلو هغه پرېکړه لیک تصویب کړي، چې مسوده یې د جاپان او عربي متحده اماراتو لخوا دې شورا ته وړاندیز شوې.
د افغان ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو دوام د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن نور هم ژور کړی دی.
د دغه پرېکړه لیک په مسوده کې دغې شورا د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د پرېکړه لیک دا مسوده، چې د جاپان او متحده عربي اماراتو لخوا چمتو شوې؛ د افغان ښځو او نجونو پر حقونو ظلم او سرغړونې يې د ملګرو ملتونو په تاريخ کې بې سارې بللې.
که دا غندنه تصویب شي؛ دا به لومړی ځل وي، چې امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت تګلارې پر کلکو ټکو غندي.
د پرېکړه ليک په مسوده کې له سرپرست حکومت څخه په ځانګړې توګه غوښتل شوي، چې د ښځو پر کار، زدهکړو او په ټولنه کې یې پر حضور محدودیت ژر تر ژره لغو کړي؛ ځکه دا د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.
چین او روسیه، چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي دي او له اسلامي امارت سره دوستانه اړیکې لري، تراوسه د اسلامي امارت په اړه د امنیت شورا له تند دریځ سره موافق ندي.
د دغه پرېکړه لیک په مسوده کې د ملګرو ملتونو د افغان میرمنو پر کارکوونکیو کاري بندیز له بشري حقونو او بشري اصولو څخه سرغړونه بلل شوې ده.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو ټولنې له غړیو هېوادونو څخه د رسميت پېژندنې غوښتنه کوي او غواړي، چې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.
د امنیت شورا غړیو د دغه سازمان د منشور او د غړیو هېوادونو د غوښتنو رعایت د لنډمهالي حکومت د رسمي پېژندنې لپاره د شرط په توګه اعلان کړي دي.
د دې پرېکړه لیک مسوده به رایې ته وړاندې شي.
رویترز د دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې پرېکړه لیک به په متفقه توګه تصویب شي.
په افغانستان کې پر ۲۰۲۱ ز. کال د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر زدهکړو سخت محدودیتونه ولګیدل او بیا یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر دنده هم بندیز ولګاوه.