تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا د لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو پر چارواکو د سفر بندیزونه ولګول
Last Updated on: چنګاښ ۱, ۱۴۰۱
د ای اف پي د څرګندونو له مخې؛ د م.م امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د لوړو زدکړو وزارت د چارسمبالي عبدالباقي حقاني او پوهنې وزارت د مرستیال سعید احمد شهید خېل پر سفرونو بندیزونه ولګول.
یو شمېر دیپلوماتانو یادې سرچینې ته ویلي؛ دغه بندیز په افغانستان کې پر ښځينه زدکوونکیو او زد کړیالانو د روانو محدودیتونو په غبرګون کې رامنځته شوی.
د دغو څرګندونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د ۱۳ نورو چارواکو د سفرونونو معافیت تر دوه نورو میاشتو غزولی دی.
دغه راز ویل شوي؛ که د دې کمېټې کوم غړی اعتراض وکړي، دغه دوه میاشتنی معافیت به نور ونه غزرول شي.
اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.