تازه خبرونه

د م.م د کډوالو ادارې مرستیالې په کابل کې له عباس ستانکزي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستيالې، کيلي کليمينتس او ورسره مل پلاوي یې نن په ستوري ماڼۍ کې د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره وليدل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي؛ دغه پلاوي او افغان مشرانو د کډوالو پر راستنېدو او د بې ځایه شویو د بېرته مېشتېدو په اړه خبرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغو خبرو په بهیر شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي؛ حکومت د نورو مهاجرتونو د مخنيوي او د مخکینيو مهاجرينو د راستنولو هوډ لري؛ خو د لسيزو جګړې، بې روزګارۍ، بانکي او اقتصادي بنديزونو له کبله دغه کار ډېر ستونزمن شوی او په دې برخې کې د نړيوالو مرستو ته اړ دي.

دغه راز نوموړي په کوربه هېوادونو کې د مهاجرت له نړيوالو اصولو سره د سم چلند د باوري کولو او د مهاجرينو د اسنادو او سفر اړوند ستونزو په برخه کې د کډوالو د ادارې د مرستې غوښتنه وکړه.

کیلي کلیمنتس څرګنده کړې؛ دغه بنسټ هڅه کوي، چې د بې ځایه شویو او کډوالو د راستنیدو لپاره مناسب چاپېریال چمتو کړي.

دغه راز غواړي خپل عملیات پراخ او په افغانستان کې خپل کارمندان زیات کړي، چې اړوند موخو ته ورسیږي.

هغې دا هم ویلي، چې د کډوالو ستونزې به اړوند چارواکو ته وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version