تازه خبرونه

د م.م عمومي منشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۲

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې له غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

څومره، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه نږدې کیږي، د بهرنیو او کورنیو چارواکو ترمنځ د خبرو لړۍ هم زیاتیږي. له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په واشنګتن کې د امریکا د بهرنیو چارو له سرمنشي سره د دې غونډې په اړه خبرې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، دوی له ملګرو ملتونو سره د افغانستان پر وضعیت له نږدې خبرې کړي او د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیز په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

انتونیو بلینکن وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د رهبرۍ رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي؛ یقیناً موږ به د افغانستان د وضعیت په اړه له نږدې خبرې وکړو، زه د طالبانو د وروستي اقدام په اړه هم خپله ژوره اندېښنه څرګندوم، چې یو ځل بیا یې افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د عملیاتو بهیر یې هم خراب کړی دی.

همدارنګه د يوناما سياسي مرستيال مارکس پوتزل د رییس الوزار له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، چې د ٢٢ هېوادونو او دوه نړيوالو ټولنو استازي به د افغانستان، سيمې او نړۍ د بشري حقونو او امنيت په اړه د دوحې په غونډه کې خبرې وکړي.

د دې بنسټ خبرپاڼه د پوتزل د څرګندونو له مخې په ډاګه کوي؛ نوموړي د امنیت ټینګښت، له نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت کړنې ستایلي او وایي، چې دغه کړنې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ پر مثبت تعامل اغېز لري.

د رییس الوزار اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي: اسلامي امارت د اسلامي شريعت او ملي ګټو په چوکات کې د نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، ښوونې او روزنې او د مطبوعاتو آزادۍ ته درناوى کوي. همدې مسائلو ته پر کتو هيله لري، چې د دوحې د غونډې ګډونوال د مثبتو او مهمو مواردو په پام کې نيولو سره ګټورې او مثبتې پرېکړې وکړي.

عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د نړیوال امنیت خوندیتوب، د نشه یي توکو د کښت، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال بشپړ مخنیوی او د اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.

هغه ویلي، چې افغانستان به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

ټاکل شوې د دوحې غونډه،  چې د مۍ میاشتې پر لومړۍ او دوه‌یمه جوړیږي؛ د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو عمومنشي ګډون وکړي.

ځینې خلک پدې باور دي، چې ښايي دغه غونډه د نړيوالو مسايلو په اړه د روسيې، چين او امريکا په څېر هېوادونو د نظر د اختلاف له کبله ګټوره پايله ونه‌لري.

Trending

Exit mobile version