تازه خبرونه

د م.م پراختیايي پروګرام د هرات له زلزله ځپلیو سره د ۲۵ میلیون دالرو مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۲)

په هرات ولایت کې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د سې شنبې پر ورځ د بیارغونې د پلان د کلیدي برخو د ملاتړ لپاره د ۲۵ میلیون دالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې زلزلې یو اعشاریه ۶ میلیون کسان اغېزمن کړي او تر ۱۵۰۰ ډېر یې وژلي، ۱۱۰۰۰ نور یې ټپیان کړي او له ۲۱۰۰۰ ډېرو کورونو او بنسټونو ته یې پراخ زیان اړولی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوندي پاتې شوي کسان، چې ډېري یې ښځې او ماشومان دي؛ په خیمو کې ژوند کوي؛ له یخنۍ سره مخ دي، اوبه، روغتیايي پاملرنې، خوراکي توکو او مناسب سرپناه ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دا غوښتنه د هرات زلزلې ته د ځواب ویلو لپاره د لوی پلان یوه برخه ده، چې له ۱۱۴۰۰۰ خلکو سره د مرستې لپاره ۹۳ اعشاریه ۶ میلیون دالرو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ستیفن رودریګز ویلي: وضعیت له نږدې ناامیده دی او ژمی پر چټکۍ نږدې کېدو دی. زمونږ موخه دا ده، چې له دې ټولنو سره د بېخبناوو، په ځانګړي توګه د سرپناه په رغولو کې مرسته وکړو او ژر تر ژره بېرته عادي حالت ته راشي. مونږ ستاسې د پیل کولو لپاره زمونږ ځینې سرچینې بیا تنظیم کړې؛ ځکه دا سرچینې کافي نه‌دي.

د موقتي او دایمي سرپناه د برابرولو، د بېخبناوو د بیا رغولو، د کورنیو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو لپاره د نوي کیدونکي انرژۍ د برابرولو، د اوبو د سیسټمونو او سرچینو بیارغونه او مدیریت او د کار او دندو د پیدا کولو لپاره ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ته د ۲۵ میلیون دالرو غوښتنه د لنډمهاله او اوږدمهاله فرصتونو لپاره وړاندیز کوي.

رودریګز ویلي: په نړۍ کې د ډېرو نورو روانو بحرانونو په منځ کې افغانستان د نړۍ د پام په څنګ کې دی؛ دا هېواد مرستې ته اړتیا لري. دا ناورین له ډېرو نورو ناورینونو وروسته رامنځته شو. افغانستان له څلورو لسیزو جګړو ځپلی دی. دې زلزلې هغه ټولنې اغېزمنې کړي، چې پخوا یې په خورا بېېوزلۍ کې ژوند کاوه. په ټول هېواد کې له اته کسانو څخه درې یې خوراکي توکو ته لاس‌رسی نه‌لري. اوس مونږ د یو بل لوی ناورین شاهدان یوو.

هغه ټینګار وکړ: مونږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې افغانستان او په ځانګړي توګه د هرات خلکو اړتیاوو ته، چې په دې وروستیو کې له دې ویجاړۍ سره مخ شوي، پاملرنه غواړي.

Trending

Exit mobile version