تازه خبرونه
د م.م پراختیايي پروګرام د هرات له زلزله ځپلیو سره د ۲۵ میلیون دالرو مرستې غوښتنه وکړه
په هرات ولایت کې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د سې شنبې پر ورځ د بیارغونې د پلان د کلیدي برخو د ملاتړ لپاره د ۲۵ میلیون دالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې زلزلې یو اعشاریه ۶ میلیون کسان اغېزمن کړي او تر ۱۵۰۰ ډېر یې وژلي، ۱۱۰۰۰ نور یې ټپیان کړي او له ۲۱۰۰۰ ډېرو کورونو او بنسټونو ته یې پراخ زیان اړولی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ژوندي پاتې شوي کسان، چې ډېري یې ښځې او ماشومان دي؛ په خیمو کې ژوند کوي؛ له یخنۍ سره مخ دي، اوبه، روغتیايي پاملرنې، خوراکي توکو او مناسب سرپناه ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دا غوښتنه د هرات زلزلې ته د ځواب ویلو لپاره د لوی پلان یوه برخه ده، چې له ۱۱۴۰۰۰ خلکو سره د مرستې لپاره ۹۳ اعشاریه ۶ میلیون دالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي ستیفن رودریګز ویلي: وضعیت له نږدې ناامیده دی او ژمی پر چټکۍ نږدې کېدو دی. زمونږ موخه دا ده، چې له دې ټولنو سره د بېخبناوو، په ځانګړي توګه د سرپناه په رغولو کې مرسته وکړو او ژر تر ژره بېرته عادي حالت ته راشي. مونږ ستاسې د پیل کولو لپاره زمونږ ځینې سرچینې بیا تنظیم کړې؛ ځکه دا سرچینې کافي نهدي.
د موقتي او دایمي سرپناه د برابرولو، د بېخبناوو د بیا رغولو، د کورنیو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو لپاره د نوي کیدونکي انرژۍ د برابرولو، د اوبو د سیسټمونو او سرچینو بیارغونه او مدیریت او د کار او دندو د پیدا کولو لپاره ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ته د ۲۵ میلیون دالرو غوښتنه د لنډمهاله او اوږدمهاله فرصتونو لپاره وړاندیز کوي.
رودریګز ویلي: په نړۍ کې د ډېرو نورو روانو بحرانونو په منځ کې افغانستان د نړۍ د پام په څنګ کې دی؛ دا هېواد مرستې ته اړتیا لري. دا ناورین له ډېرو نورو ناورینونو وروسته رامنځته شو. افغانستان له څلورو لسیزو جګړو ځپلی دی. دې زلزلې هغه ټولنې اغېزمنې کړي، چې پخوا یې په خورا بېېوزلۍ کې ژوند کاوه. په ټول هېواد کې له اته کسانو څخه درې یې خوراکي توکو ته لاسرسی نهلري. اوس مونږ د یو بل لوی ناورین شاهدان یوو.
هغه ټینګار وکړ: مونږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې افغانستان او په ځانګړي توګه د هرات خلکو اړتیاوو ته، چې په دې وروستیو کې له دې ویجاړۍ سره مخ شوي، پاملرنه غواړي.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
