تازه خبرونه
د م. م ځانګړي همغږي کوونکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د سې شنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اسد مجید خان سره وکتل او دواړو لوریو له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره د یوې نړیوالې همغږې ستراتیژۍ پر اهمیت خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ اسد مجید خان په اسلامآباد کې د لیدنې پر مهال د افغانستان په اړه نوموړي ته د پاکستان اندونه او لومړیتوبونه وړاندې کړل.
دا لیدنه له هغې یوه ورځ وروسته ترسره کېږي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې حنا رباني کهر سره وکتل.
حنا رباني کهر له فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې نړیوالې هڅې باید د عامو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره د باثباته اقتصاد د رامنځته کولو لپاره وي.
هغې دا هم ویلي؛ پاکستان ژمن دی، چې له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې کار وکړي.