سیمه ییز خبرونه
د ناتو د تاسيساتو يوه برخه به افغانستان ته وسپارل شي
د افغانستان او ناتو چارواكي وايي، د ناتو د تاسيساتو د سپارلو په اړه خبرې اترې روانې دي.
په كابل كې د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن د دوشنبې په ورځ(د كب۱۴) له ولسمشر حامد كرزي سره په يوه گډه خبري ناسته كې وويل:
افغانستان ته د ناتو د تاسيساتو سپارل، افغان ځواكونو ته د امنيتي بهير د ليږد يوه برخه ده .
هغه زياتوي، د دغو تاسيساتو له سپارلو مخكې بايد د افغان دولت لخوا په دې اړه بشپړ ډاد تر لاسه شي.
راسموسن ټينگار كوي، چې:
موږ له افغان دولت سره د دغو تاسيساتو پر اقتصادي، تخنيكي او مديريتي اړخونو خبرې اترې كوو. موږ بايد ډاډمن شو، چې افغان دولت له دغو تاسيساتو گټوره گټه پورته كړي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
افغان دولت له دې مخكې هم له ناتو سره په اړيكو كې و او هڅه كوي، چې د ناتو يو شمېر تاسيسات افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.
د ولسمشر حامد كرزي په وينا، افغان ځواكونو ته به هغه تاسيسات وسپارل شي، چې كولى شي هغه د پوځي او اداري موخو لپاره وكاروي.
نوموړي زياته كړه:
هغه تاسيسات، چې افغان دولت ورته اړتيا نه لري؛ اړينه ده، چې راټول شي.
د ناتو سرمنشي له ۲۰۱۴ م كال وروسته د دغه تړون پر شويو ژمنو يو ځل بيا ټينگار وكړ او څرگنده يې كړه، چې:
د تېرو دوه كلونو په پرتله افغان ځواكونو نه يوازې روزنيزه وړتيا تر لاسه كړې، بلكې د تجربې له مخې هم غښتلي شوي دي. اوس دغه ځواكونه د ۷۵ سلنې وگړو امنيتي مسووليت په غاړه لري. موږ به دغو امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد په بهير كې او وروسته له هغې پخپلو كړيو ژمنو ولاو وو.
د ناتو سرمنشي دغه راز د رڼو ټاكنو پر بهير هم ټينگار و كړ او وايي، چې د راروانو ولسمشريزو ټاكنو پايلې بايد افغان ولس ته ډېرې د ډاډ وړ وي.
دغه چارواكي له افغان دولت څخه د قانون د حاكميت، د فساد په وړاندې مبارزه او د بشري حقونو خونديتوب غوښتنه وكړه، چې په دې اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي؛ ځكه، چې د دغو ژمنو پلي كول د افغانستان ثبات او نړيوال ملاتړ ته ډېرې اړينې دي.