تازه خبرونه

د ناروې هېواد یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپانې له مخې؛ پېر البرټ الساس د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ناروې نظر څرګند کړ او پر افغانستان یې د احتمالي اغېزو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

Published

on

په افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافیر له امیر خان متقي سره په لیدنه کې اعلان کړی، چې د هغه هېواد یو پلاوی به په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي، چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې و ارزوي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپانې له مخې؛ پېر البرټ الساس د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ناروې نظر څرګند کړ او پر افغانستان یې د احتمالي اغېزو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

امیرخان متقي د سیمې د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ویلي؛ د افغانستان حکومت چمتو دی، چې د ایران له خلکو سره د اسلامي او بشري اصولو پر بنسټ همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د ناروې حکومت لخوا د اسلامي امارت د ډیپلومات منل د باور جوړولو او اړیکو ښه کولو پر لوري یو مثبت ګام وباله او د افغانستان او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې د ناروې رول یې رغنده وارزاوه.

Trending

Exit mobile version