ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ناسا جیمز اوب تلسکوپ فضایي ډبرې زیانمن کړ- راپور

Published

on

فوربس مجلې د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د نړۍ ترټولو لوی او خورا پیاوړی فضايي تلسکوپ جیمز اوب سپیس تلسکوپ د می په وروستیو کې د فضایي ډبرې د یوې برخې له لګېدو زیان لیدلی دی.

په یوه نوې لیکنه کې، چې تېره اوونۍ د اوب د بې سارو لومړنيو روښانه انځورونو په پایله کې خپره شوه؛ د ساینس پوهانو یوې ډلې د فضایي دوربین فعالیت پر ګوته کړ. دوی له داسې د ستونزو راپور ورکړی، چې سمونه یې نشي کېدی.

د اوب تلسکوپ د اټکل شوي پایښت په اړه څېړونکو ویلي؛ اوسمهال د ناڅرګندتیا ترټولو لویه سرچینه د فضایي ډبرو اوږدمهاله اغېزې دي، چې ورو ورو لومړني روښانه انځورونه ویجاړوي.

ساینس پوهانو خبر ورکړ، چې اوب تلسکوپ له توغولو وروسته تر دې دمه پر شپږو ډبرو لګېدلی دی. په داسې حال کې، چې پېنځه ډبرو لږ زیان رسولی؛ خو شپږمې هغې ورته یو څه زیان رسولی دي.

په هر حال هغو انجنیرانو، چې اوب تلیسکوپ ډیزاین کړی وایي؛ ښېښې او لمریز سپر ډېر ورو ورو د تیږو پر لګېدو زیان ویني، چې ډېر د اندېښنې وړ نده.

سربیره پردې  ساینس پوهان ویلي، چې د ډبرو د لګېدلو مخنیوی د اوب تلسکوب لپاره ستونزمن کار دی.

دغه فضایي تلسکوپ د ۹.۷ میلیارډ دالرو پر ارزښت په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې فضا او خلا ته وتوغول شو او ناسا د روانې میاشتې په پیل کې له ژورې فضا لومړني بې ساري روښانه انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.

Trending

Exit mobile version