تازه خبرونه

د ناټو سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو ولیدل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۰)

د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو مولود چاووش اوغلو او انټوني بلینکن په لاتویا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې سره وکتل.

له غونډې مخکې کاووش اوغلو ویلي؛ له اوکراین او روسیې سره په اړیکه کې دی، چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکېچ د کمولو زمینه برابره کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې پر مسکو بندیزونه به اوسنی بحران حل نکړي.

اوکرایني او لویدیځو چارواکو ویلي، چې مسکو له اوکراین سره پر پوله پوځيان ځای پر ځای کړي دي. اوکراین نن له ناټو وغوښتل، چې پر روسیې بندیزونه ولګوي.

ویل کېږي، چې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین، لیبیا او افغانستان په ګډون د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version