سیمه ییز خبرونه

د ناټو سرمنشي: د ولسشمرۍ ټاكنې د افغانستان د راتلونکې لپاره کليدي اهميت لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ناټو سرمنشي وايي، د افغانستان د ولسشمرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې د افغانستان د راتلونکې لپاره کليدي اهميت لري او ټينګار يې وکړ، چې دا ډېره مهمه ده، چې دغه ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي ترڅو نتيجه يې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن افغان امنيتي ځواکونه وستايل، چې د انتخاباتو لپاره د امنيت په ټينګښت او د نوم ليکنې د پروسې په ترسره کولو کې يي د پام وړ رول لوبولی دی.

هغه ويلي، چې افغانانو ته په كار ده په دې ملي پروسه كې برخه واخلي. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت هم دا ټاكنې ډيرې مهمې ګڼي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماري حرف وایي:

دا ټاكنې ډېري حياتي دي. امريكا له دغه دموكراتيك بهير څخه ملاتړ كوي. كه څه هم وسله وال طالبان په ځينو سيمو كې تاوتريخوالی كوي، خو خلك په ټاكنو كې د ګډون لپاره لېواله دي.

په كابل كې د ايساف قومنداني هم په ټاكنو كې د افغانانو ونډه ډېره ارزښتناكه بولي.

په كابل كې د ايساف وياند هينز فيلدمن وایي، په افغانستان كې د سياسي قدرت لپاره ټاكنې ډېرې مهمې دي. مونږ ګورو، چې وسله وال طالبان تاوتريخوالي ته لمن وهي، خو په ټاكنو كې د ګډون لپاره د زرګونو خلكو ليوالتيا د تعجب وړ ده.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه وايي، چې دوى كابل ته د امنيتي تړون د لاسليك لپاره كوم ضرب الاجل نه دى ټاكلى، خو زياتوي، هرڅومره، چې دا ټړون ځنډېږي، ستونزې ور سره زياتېږي.

Trending

Exit mobile version