Connect with us

تازه خبرونه

د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر بیا پرانیستلو چټک کار روان دی – اسلامي امارت

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۱۶, ۱۴۰۱

 د اسلامي امارت مسوولینو ويلي، چې له شپږم  ټو لګي پورته د نجونو د ښوونځیو په بېرته پرانیستلو چټک کار روان دی.

د افغانستان اسلامي امارت و یاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په  اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ  په کچه زیات  پرمختګونه شوي او په نږدې راتلونکې کې به هېوادوال د دې  ستونزې د اواریدو خبرونه واوري.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د پوهنې وزارت په ګډون د هېواد د اسلامي امارت د ښوونځیو د پرانستلو لپاره پرمختګونه شوي او هېوادوالو ته به په نږدې راتلونکې کې ښه خبرونه ورسیږي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه، چې په افغانستان کې  دې ټولګډونه حکومت جوړو شي؛ بیځایه وبلله او زیاتوي؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د ټولګډونه حکومت تر نامه لاندې هغه کسان پر اسلامي امارت وتپي، چې د افغانستان ولس ته د منلو وړ ندي. 

هغه د افغانستان اسلامي امارت اوسنی جوړښت ټولګدونه بولي اووایي: د نړۍ ځینې هېوادونه د ټولګډونه حکومت په نامه غواړي؛ هغه کسان پر اسلامي امارت تحمیل کړي، چې ملت ته د منلو وړندي. اوسنی نظام بیخي ټولګډونه دی او د حکومت اتیا سلنه پخواني کار کوونکي په حکومت کې شته دی.

 بل لورته د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان له اسلامي امارته غوښتي؛ له نړیوالې ټولنې سره د یوه مثبت تعامل پر بنسټ خپلې اړیکي تنظیم کړي، چې د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د پای ټکي کیښودل شي.

سیاسي شنونکی فضل الهادي وزین وایي؛ اړتیاده، چې له نړیوالې ټولني سره د اړیکو د تنظیم لپاره مثبت پیغامونه ولرو او د نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره د سیاسي تعاملاتو زمینه برابره شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسون  پخپلو روستیو څرګندولو کې ویلي، چې د نړيوالې ټولنې زغم مخ په کمېدو دی. د افغانستان اسلامي امارت باید د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!