تازه خبرونه
د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو پر بیا پرانیستلو چټک کار روان دی – اسلامي امارت
د اسلامي امارت مسوولینو ويلي، چې له شپږم ټو لګي پورته د نجونو د ښوونځیو په بېرته پرانیستلو چټک کار روان دی.
د افغانستان اسلامي امارت و یاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه زیات پرمختګونه شوي او په نږدې راتلونکې کې به هېوادوال د دې ستونزې د اواریدو خبرونه واوري.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د پوهنې وزارت په ګډون د هېواد د اسلامي امارت د ښوونځیو د پرانستلو لپاره پرمختګونه شوي او هېوادوالو ته به په نږدې راتلونکې کې ښه خبرونه ورسیږي.
نوموړي د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه، چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړو شي؛ بیځایه وبلله او زیاتوي؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د ټولګډونه حکومت تر نامه لاندې هغه کسان پر اسلامي امارت وتپي، چې د افغانستان ولس ته د منلو وړ ندي.
هغه د افغانستان اسلامي امارت اوسنی جوړښت ټولګدونه بولي اووایي: د نړۍ ځینې هېوادونه د ټولګډونه حکومت په نامه غواړي؛ هغه کسان پر اسلامي امارت تحمیل کړي، چې ملت ته د منلو وړندي. اوسنی نظام بیخي ټولګډونه دی او د حکومت اتیا سلنه پخواني کار کوونکي په حکومت کې شته دی.
بل لورته د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان له اسلامي امارته غوښتي؛ له نړیوالې ټولنې سره د یوه مثبت تعامل پر بنسټ خپلې اړیکي تنظیم کړي، چې د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د پای ټکي کیښودل شي.
سیاسي شنونکی فضل الهادي وزین وایي؛ اړتیاده، چې له نړیوالې ټولني سره د اړیکو د تنظیم لپاره مثبت پیغامونه ولرو او د نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره د سیاسي تعاملاتو زمینه برابره شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسون پخپلو روستیو څرګندولو کې ویلي، چې د نړيوالې ټولنې زغم مخ په کمېدو دی. د افغانستان اسلامي امارت باید د افغانانو، ګاونډ هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.