تازه خبرونه
د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانیستلو هڅې روانې دي – سرچینې
حکومتي سرچینو ویلي؛ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته پرېکړه کړې، چې د دغې ستونزې د حل لپاره له مشرتابه سره خبرې وکړي.
د حکومت باوري سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې په دې اړه د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني او د ملي دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد خبرې کړي او ټاکل شوې، چې له کابل څخه يو پلاوى کندهار ته ولاړ شي او له مشرتابه سره د اړوند موضوع د حل په اړه خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې دغو دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي څرګندوي، چې د هېواد مهمې ستونزې باید د مشورې او قناعت له لارې اوارې شي.
سیاسي شنونکي نجیب الله جامع ویلي؛ یو شمېر نور پوهان په دې باور دي، چې د لوړو زدکړو وزارت لخوا د نجونو د زدکړو د ځنډولو پرېکړه به د ولس او دولت تر منځ واټن پیدا او محصلین به له رواني شکنجې سره مخ کړي.
د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر وايي: موږ هیله لرو، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره د ښځینه محصلینو پر مخ پرانیستل شي.
تر اوسه معلومه نده، چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره به د اسلامي امارت د دغو دوه لوړ پوړیو امنیتي چارواکو د هڅو پایله به کله په ډاګه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو لړ نړیوالو او سیمه ییزو غبرګونونو په بهیر کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې که کابل خپله پرېکړه بېرته وانخلي تاوان به یې پرې کړي.