تازه خبرونه
د نجونو لیسو له پرانیستلو پرته مو مرسته ناشونې ده – اروپايي ټولنه
د اروپايي ټولنې چارسمبالي ارنوت پاولز د یکشنبې پر ورځ کلید رادیو ته څرګنده کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره د نجونو د ښوونځیو پرانیستل حیاتي ارزښت لري.
هغه زیاته کړې: منطق حکم کوي، چې مونږ د نجونو د ښوونځیو له پرانستلو پرته خپلو مرستو ته دوام نشو ورکولی. افغانستان اوسمهال په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې د ځانګړیو پالیسیو له مخې ښوونځیو ( لیسو او متوسطو) ته د نجونو د تګ مخه نیسي.
ارنوت پاولز ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته نه شي کولای له اوسني کړکېچ څخه بریالی ووځي.
پاولز د القاعدې د وتلي مشر ایمن الظواهري موجودیت او د امریکا لخوا د هغه وژل کېدل د اروپايي ټولنې لپاره یو ژور ټکان وباله؛ خو څرګندوي، چې دې مسلې د اروپايي ټولنې پر مرستو اغېز ندی کړی.
هغه وویل، د ځینو ادعاوو برعکس، افغانستان کومه ځانګړې جغرافیه نده، چې په خپله پاتې شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي د مرستیال په توګه د پاولز ماموریت له اووه کلونو وروسته پای ته ورسېد.