بی بی سی پښتو
د ‘نسکار’ موټرځغلولو سیالۍ کې لومړنۍ عرب نژاده ښځې ګډون کړی
امریکا ګاډي ځغلولو “نسکار” سیالیو کې لومړنۍ عرب الاصله امریکایۍ ښځې توني برایدینجر ګډون کړی دی.
دا ۲۱ کلنه موټرځغلوونکې په اصل کې د لبنان ده، چې لومړی ځل یې د فبرورۍ پر دیارلسمه د امریکا فلوریډا ایالت د موټرځغلولو سیالۍ کې ګډون وکړ.
“نسکار” (امریکا کې د موټرځغلولو تر ټولو خوښه شوې) د موټر ځغلولو ملي سیالي ده.
هغې سي اېن اېن ته ویلي: “ډېر د ویاړ ځای دی چې لومړی مقام وګټل شي، خو زړه مې نه غواړي وروستۍ کس دې شم. هیله لرم نورو عرب چلوونکو ته هم لاره هواره کړم”.
برایدینجر ۱۹ ځله د موټر ځغلولو ځینې سیالۍ ګټلې دي.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د مډیسن موټر ځغلولو نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی و.
دا وايي، په نسکار سیالیو کې ګډون کول ددې په ژوند کې یوه هیله وه، چې اوس پوره شوه:
“د هر بل موټر ځغلوونکي په څېر ما هم هیله لرله چې ګډون وکړم، دا یو تاریخي ګام دی، هیله لرم پر سم لوري حرکت وکړم او یوه ورځ په دیتونا ۵۰۰ کې هم ګډون وکړم”.
کله چې توني برایدینجر نهه کلنه وه، پلار هغې ته یو کوچنی موټر واخیست.
وايي، کله چې لومړی ځل په دې موټر کې سپره شوه، پوه شوه چې باید څه ترې جوړه شي:
“د سرعت او سیالۍ مینه یم، کله چې د خوندیتوب خولۍ پر سروم او سیالي پیلوم، نور نو خپل جنسیت راته مهم نه دی چې زه یوه ښځه یم. د نورو په څېر هڅه کوم د سیالۍ تر پایه پاتې شم”.