تازه خبرونه
د نشهیي توکو د قاچاق پر تور له پېنځه زره ډېر کسان نیول شوي – کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۴۲۱۰ عملیاتو کې د څلور بهرنیو وګړیو په ګډون ۵ زره ۵۱ کسان د نشهيي توکو د قاچاق پر تور نیول شوي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ستراتیژۍ عملیاتي رییس محمدالله احمدي د شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه ) په کابل کې له نشهيي توکو سره د مبارزې د همغږۍ په لومړۍ غونډه کې څرګنده کړې، چې په تېر کال کې زرګونه روږدي کسان راټول شوي دي.
دغه راز له پېنځه سوه ټنو ډېر نشهيي او الکولي توکي نیول شوي او د هغو د توليد او پروسس ١٧٠ فابريکې ويجاړې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د څو وزارتونو له مرستیالانو سره د همغږۍ په غونډه کې وویل چې له افغانستانه به د نشه يي توکو ریښې وباسي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند وايي؛ د نشه يي توکو له کښت، قاچاق او استعمال سره د مبارزې په برخه کې د ټولو ادارو همغږي به له افغانستان څخه د نشهيي توکو لمن ټوله کړي.
مسوولین وايي چې د څه باندې یوه کال په موده کې یې د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.
په دې غونډه کې د یوشمېر وزارتونو مرستیالانو برخه اخیستې وه، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ لپاره حل لارې شریکې کړي.
د امر باالمعروف وزارت مرستیال عدالرحمن منیب وايي، چې له نشهیي توکو سره مبارزه یوه شرعي موضوع ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي؛ هغه کسان، چې له نشهيي توکو رغیږي، باید ورته د کار زمینه برابره شي.
د امرباالمعروف وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر وايي، په هېواد کې د کوکنارو د کښت او توليد سره مبارزه یو شرعي امر دی.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، چې هڅه کوي په افغانستان کې د نشهیي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته راکښته کړي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت د رهبر په فرمان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي سپارښتنه شوې ده.