سیمه ییز خبرونه
د نشه يې توكو په كركيله كې لوړ پوړي چارواكي ښكېل شوي
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايي، چې:
بهرني هېوادونه د نشه يي توكو د تر لاسه كولو لپاره په افغانستان كې د نشه يې توكو كښت هڅوي.
دغه وزارت وايي، چې:
د تېر كال په پرتله له نشه يې توكو سره د مبارزې د پوليسو مرگ و ژوبله دوه برابره شوې ده.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايي، چې په سويل او سويل ختيځو ولايتونو كې له تېرې يوه نيمې مياشتې را پديخوا د كوكنارو د كروندو د له منځه وړلو پروگرام پيل شوى دى او دغه پروگرام به نورو ولايتونو ته هم وغزول شي.
له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم ازهر وايي، چې:
په ياده موده كې شاوخوا شپږ زره هكتاره ځمكه له كوكنارو پاكه شوې، چې په دې عملياتو كې د دغه وزارت دوه سوه تنو كاركوونكيو او امنيتي ځواكونو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
ښاغلى ازهر وايي، چې:
په پام كې وه، چې سږ كال پېنځلس زره هكتاره ځمكه له كوكنارو پاكه شي؛ خو دا، چې ملي اردو همكاري ونكړه د پوليسو مورال كمزرى شو، نو دغه بهير له ستونزو سره مخ شو.
د نوموړي په وينا، له دوه كلونو را پديخوا د كورنيو چارو وزارت د كوكنارو د له منځه وړلو ځانگړې قطعه له دې كبله، چې امريكا ورسره مرسته نه ده كړې له منځه تللې ده او همدا راز د نشه يې توكو د زيانونو په اړه د پوهاي د پروگرام په برخه كې هم امريكا خپلې ژمنې نه دي تر سره كړي.