تازه خبرونه

د نظام ټینګښت، پالنې او ساتنې ته ژمن یوو

اسلامي امارت د دې ورځې په مناسبت ولس او مجاهدینو ته مبارکي ویلې او زیاتوي، چې په دې لاره کې د جهاد او مبارزې د قربانیو درناوی کوو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ ( د زمري څلیریشتمه) د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې او د امریکایي ځواکونو د وتلو په مناسبت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه اړینه او د ویاړ او بریا ورځ ثبت شوې ده.

د اسلامي امارت په خپور شوي پیغام کې راغلي: د دې ورځې د راتلو لپاره مجاهدينو او زمونږ ولس له سختيو او کړاوونو سره مخ و او زمونږ د افغانانو د جهاد، مبارزې، زغم او میړانې په پایله کې د وخت ستر يرغلګر ځواکونه له ماتې سره مخ او جهادي مبارزه مو بریالۍ شوه.

اسلامي امارت د دې ورځې په مناسبت ولس او مجاهدینو ته مبارکي ویلې او زیاتوي، چې په دې لاره کې د جهاد او مبارزې د قربانیو درناوی کوو.

د دې پیغام له مخې؛ د کفري نیواک شل کلنه جګړه او پر وړاندې یې زمونږ د خلکو شهادتونه او قربانۍ د راتلونکیو نسلونو لپاره یو ستر درس دی، چې باید هېر نشي.

اسلامي امارت وایي: مونږ د هغه اسلامي نظام د پلي کولو ژمنه کوو، چې د افغانانو د زیار او کړاو په پایله کې ترلاسه شوی او تر سیوري لاندې یې د الله تعالی دین حاکم او شریعت پلی، سوله او امنیت راغلی دی. خلک مو ارام شوي او د هېواد د مادي او معنوي پرمختګ لپاره چمتو یوو، چې کلکه ساتنه یې وکړو او په هره بیه یې دفاع وکړو.

اسلامي امارت له ټولو افغانانو غوښتنه کړې، چې پدې ستر نعمت د اسلامي نظام شکر وباسي او دغه نعمت د خزانې په توګه وګڼي او د ساتنې او ملاتړ لپاره یې تل چمتو اوسي.

په پیغام کې ټینګار شوی، چې: د جهاد اصلي موخه د الله تعالی په خاوره کې د الله تعالی د کلمة‌الله او د الله تعالی د دین حاکمیت او برلاسی دی. اسلامي امارت د الله تعالی د دین او شریعت حاکمیت تر هر څه پورته خپل اصلي مسوولیت او لومړیتوب ګڼي او په دې برخه کې، د خدای بریالیتوب او مرسته غواړي.

په دې پیغام کې د اسلامي امارت له مسوولینو هم غوښتل شوي، چې د شرعي احکامو تطبیق ته غاړه کېدي او خلک خوشاله وساتي.

Trending

Exit mobile version