تازه خبرونه

د نظام په ساتنه او تینګښت کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده – رییس الوزراء

وموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

Published

on

  د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپل اختر پیغام کې د هېواد له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي؛ ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د خلکو ملاتړ اړین دی.

ملا محمد حسن اخوند ویلي: خلکو ته زما پیغام دا دی، چې له خپل اسلامي نظام څخه ټینګ ملاتړ وکړي، په ښو کارونو کې له مسوولینو سره همکاري وکړي، ځکه د نظام په ساتنه او ټینګښت کې د ولس همکاري ډېره اړینه ده.

نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې له خلکو دې خپله مرسته نه سپموي.

هغه له مسلمانانو په تېره بیا له حاجیانو وغوښتل، چې د فلسطین خلکو ته دعا وکړي او له فلسطینیانو سره پر پیوستون او مرستې یې هم ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ملا محمد حسن اخوند خبرې راخیستي، چې ویلي یې دي: هغه پر ​​امنیتي ځواکونو او د امارت پر ټولو ادارو غږ کړی، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له اسلامي امارت او نظام سره نوره خواخوږي او همکاري وکړي، د بیارغونې په پروژو او اقتصادي پروګرامونو کې ونډه واخلي او له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

دغه راز په پخواني حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم له خلکو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او کلتوري تنوع ته دې درناوي او پاملرنه وکړي، چې د سولې او سوله‌ییز ژوندانه زمینه برابره شي.

عبدالله عبدالله د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستانآابادي او پرمختګ په یووالي، همکارۍ او د ټولو هېوادوالو لپاره د تعلیم او کار د مشروع حقونو په برابرولو کې نغښتی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې د افغانستان له خلکو سره د نړيوالو ټولنو د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

دې ته ورته نور خبرونه: 

شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بې‌وزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء

اسلامي امارت امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې – ملا محمد حسن آخوند

Trending

Exit mobile version