تازه خبرونه
د ننګرهار د فینیتي عملیاتو د اډې یوګاندایي ساتونکي پر کرونا اخته شوي
د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار ته نږدې د عملیاتي مرکز یا فنیتي اډې د دروازې ډېري ساتونکي یوګندایي ساتونکي دي، چې پر کرونا ویروس اخته شوي.
د سې شنبې پر ورځ د امریکا پوځي ورځپاڼې څرګنده کړې؛ یوګندایي ساتونکي شاوخوا ۳۰۰ کسان دي، چې د تریپل کینوپي امنیتي شرکت لپاره یې کار کاوه. ویل کیږي، چې دغو سرتېرو اوس یاده اډه پریښې ده.
امریکايي وکیل تارا کوچلین، چې د ځینو ساتونکیو استازی دی وایي: په فینیتي کې دا ناروغي خورا پراخه وه او ډېري پر کرونا اخته تثبیت شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویلي، چې په ټول افغانستان کې د ناتو اډو امنیت ډاډمن دی.
د ناتو په چوکات کې د بهرنیو او امریکایي ځواګونو قومندانۍ تر دې دمه ندي ویلي، چې د دې ادارې څومره سرتېري او قرارداديان له کورونا ویروسه اغېزمن شوي دي.
په هېواد کې د تاوتریخوالي له ډېریدو او ماتیدونکي روغتیايي حالت سره سره افغانستان د کرونا د مخنیوي هڅې روانې ساتلې دي. د روانې میاشتې په پیل کې د یوې تر سره شوې څېړنې له مخې، په هېواد کې لس میلیون افغانان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
امریکایي ستار او ستریپ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یوګاندایي ساتونکي اوس هم په افغانستان کې یوګاندا ته د ستنېدو په تمه دي.
که څه هم د یوګاندا پولې د کرونا پېښې له کبله تړل شوې دي؛ خو یاد امنیتی شرکت له امریکا، افغانستان او یوګاندا له حکومتونو سره د دغو سرتېر پر لیږدولو کار کوي.
یوه ساتونکي ، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي یادې امریکایي ورځپاڼې ته ویلي؛ دوی څو میاشتې مخکې خپلو لوړ پوړیو چارواکو ته خبرداری ورکړی و، چې په خطر کې دي او په دې اړه یې فزیکي هڅې کلې.
د هغه په وینا؛ تر دې دمه کومه هڅه نده شوې منیتی شرکت اوس پوهیدلی، چې ساتونکي یې پر کرونا اخته دي.
