روغتيا
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د دينګي ناروغۍ ۶۰ پېښې ثبت کړي
د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکو ويلي؛ د دينګي ناروغۍ شپیته پېښې يې ثبت کړي؛ خو د درملنې او مخنیوي لپاره يې پوره چمتوالي لري.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په ننګرهار کې د ۶۴ پېښو د ثبت او د دې ناروغۍ د چټکي خپریدنې په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو د ننګرهار روغتیایي مسوولینو ویلي؛ د دې ناروغۍ پېښې له پخوا کمې شوي او د درملنې لپاره يې بشپړ چمتوالي لري.
د ننګرهار د عامې روغتیا د مشر داکتر امیر محمد آفتاب د څرګندونو له مخې؛ په ننګرهار کې پدې ناروغۍ تر دې دمه ټوټال ۶۰ کسان اخته شوې او ۱۷ په تېرو پېنځه میاشتو کې حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راغلي، چې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په ننګرهار کې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا د دې ناروغۍ له چټکې خپریدنې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتيا نړيوالې ټولنې ويلي، په ننګرهار ولايت کې د دينګي تبې په نوم يوه ويروسي ناروغي خپره شوې، چې له دوه مياشتو څخه په لږ وخت کې پرې ۶۴ کسان اخته شوي دي.
د حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص رنځوروال عبدالاحد سرخرودي وایي: دينکي ناروغي يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نلري؛ د غوماشي په وسیله له يوه انسان څخه بل ته انتقالیږي او شدیده تبه ، سر درد او ځان درد ورسره مل وي او له ځينو نورو ناروغیو سره يې توپیر ډېر ګران کار دی.
نوموړی له دينکي ناروغۍ څخه د خلاصون ښه لار د اوړی په موسم کې له پشخانو څخه د ګټي پورته کول بولي او اخته ناروغانو ته پر دې سربېره د ارام کولو سپارښتنه کوي.
د ننګرهاراوسیدونکي هم په دې وروستیو کې د دينګي او يو شمېر نورو ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او له خلکو غواړي، چې له ناروغیو څخه د ژغورنې په موخه دې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي کړي.
دوی له حکومتي مسوولینو غواړي، چې د ناروغانو د ښې درملنې لپاره دې مناسبه زمینه برابره کړي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دينکي ناروغي په لومړي ځل په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له هغې وروسته په ختيځه سیمه کې رامنځته شوه، چې د تورخم له لارې يو شمېر زړو کانتينرو او تايرونو کې د دينکي غوماشي دې لورې ته راولیږدول شوې.
روغتيا
د روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني په قطر کې د بشري روغتیایي همکارۍ او د ډلهییز معافیت د ودې په نړیوال کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه کړې ده.
عبدالولي حقاني د افغانستان د روغتیایي سکټور لپاره د دوامداره او زیاتېدونکو مالي سرچینو د چمتو کولو پر ارزښت په ځانګړي توګه د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیایي خدماتو، د مور او ماشوم روغتیا او بېړني چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یوازې د خدمتونو کیفیت ښه کوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت لامل هم کیږي.
د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وزیر ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوال کنفرانسونه د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا، باور جوړولو او د افغانستان خلکو ته د مساوي او دوامداره روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې ډېر اغېزمن دي.
روغتيا
جاپان په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ لپاره مرسته اعلان کړه
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د جاپان ۲۴۰ زره ډالرو بشري مرستې اعلان کړې دي.
د دې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا مرسته به تر ټولو زیان منونکو خلکو په ګډون د ښځو، ماشومانو او بې ځایه شویو کورنیو ته د پاملرنې له چمتو کولو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي اډوین سنیزا سلواډور ویلي: “مونږ د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کوو، چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. د دوی ملاتړ به د اړینو روغتیایي خدمتونو په ګډون د نشهیي توکو د کارونې اختلالاتو او له بېړنيو طبي خدماتو ته د خلکو پاملرنه راواړووي. دا مرسته به د روغتیا نړیوالې ټولنې ته اجازه ورکړي، چې چټک ځواب ووایی او هغو ټولنو ته پاملرنه چمتو کړي، چې تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.”
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموټو ویلي، چې د هغه هېواد د افغانانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او جاپان ژمن دی، چې د افغانانو د روغتیا او هوساینې لپاره ګډ کار وکړي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د هند له تلپاتي ملاتړ ستاینه وکړه
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نويډیلي اوږدمهاله ملاتړ وستایه او د هند صحي ویزې یې د افغان ناروغانو لپاره «یوه اړینه بشري لار» وبلله.
نورجلال جلالي په یوه ځانګړې مرکه کې له یوې هندي شبکې سره ویلي، چې افغانان له ډېرو کلونو راپدېخوا د درملنې لپاره هند ته سفر کوي او په وروستیو کلونو کې زرګونه ناروغان له دې بهیر څخه برخمن شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د صحي ویزو آسانتیا د افغان ناروغانو لپاره پرمختللیو درملیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اړین ګڼل کیږي.
د عامې روغتیا وزیر همدارنګه د افغانستان د روغتیايي بېخبناوو په برخه کې د هند له مرستو هرکلی کړی او په کابل کې د انډرا ګاندي ماشومانو روغتون یې «په افغانستان کې د ماشومانو له سترو او مهمو روغتونونو څخه یو» بللی دی.
هند له دې مخکې په دې روغتون کې د تلاسیمیا مرکز، یو عصري تشخیصې مرکز او نوی تودوخې سیسټم جوړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د سيټيسکن ماشین او نورې بېخبنایي مرستې به هم برابرې کړي.
د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ هند همدارنګه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو پلان لري، چې په کې به د سرطان د درملنې مرکز، د ټروما مرکز او د میندو او ماشومانو د روغتیا پېنځه کلینیکونه شامل وي. سربېره پر دې شاوخوا ۷۵ مصنوعي پښې (جایپور فوټ) افغان ښاریانو ته لګېدلې دي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هند ۲۰ امبولانسونه هم افغانستان ته ډالۍ کړي دي.
نورجلال جلالي د هند د روغتیا او د کورنیو د هوساینې له وزیر سره په لیدنه کې د طبي تجهیزاتو، درملو د تنظیم، د روغتیايي کادرونو د روزنې او د اړتیا وړ درملو د برابرولو؛ په ځانګړي توګه د سرطان درملو، پر پراخولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې نويډیلي ژمنه کړې دا درمل به په بېړني ډول افغانستان ته وسپاري.
هغه همدارنګه د ظرفیت لوړولو، په هند کې د افغان ډاکټرانو د روزنې او افغانستان ته د هندي طبي ډلو د لېږلو موضوع د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې او وایي، چې له لسیزو جګړو او بېثباتۍ وروسته د روغتیايي بشري سرچینو پیاوړتیا د افغانستان لپاره یوه اړتیا ده.
د دودیز یا سنتي طب په برخه کې د عامې روغتیا وزیر د آیوروډا او یوناني طب په برخه کې د همکاریو له هوکړو خبر ورکړی او وایي، چې په افغانستان کې د دودیز طب د انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز جوړول او د هند د درسي نصاب لېږد، کولی شي د دې طبابت خوندي ادغام له عصري روغتیايي سیسټم سره شونی کړي.
جلالي همدارنګه د درملو د وارداتو د لارو د متنوع کولو لپاره د افغانستان هڅو ته په نغوته کې ویلي، چې د هند او نورو هېوادونو پر همکارۍ پر یوې ځانګړې لارې تکیه کمه او د اساسي درملو عرضه د افغانستان بازار ته تضمین شوې ده. هغه له جعلي او بېکیفیته درملو سره مبارزه «یوه جدي اندېښنه» بللې او د عامې روغتیا وزارت کې د نویو څارنیزو جوړښتونو له رامنځته کېدا هم خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې د افغانستان د ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او هغوی ته به د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د افغان کلتور او اسلامي اصولو په چوکاټ کې پراخ شي.
هغه د افغانستان او هند اړیکې «ژورې ریښې لرونکې، د بشري ارزښتونو پر بنسټ ولاړې » بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دا همکارۍ د روغتیا، درمل جوړونې او درملیزو بېخبناوو په برخه کې نورې هم پراخې شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
