سیمه ییز خبرونه

د ننګرهار وروستي سکهـ ګُلچرن په هېواد کې د پاتې کېدو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې وروستی سکهـ ګلچران سینګهـ وايي، افغان سکهـان د امنیتي دلایلو له کبله له هېواده وتلي؛ خو زه یوازنی هغه یم، چې په خپل هېواد کې اوسېږم.

افغان سیکان له کلونو راپدیخوا د هېواد نورو ولایتونو ته ورته په جلال آباد ښار، د خوږیاڼو او سره رود ولسواليو په ګډون یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم مېشت ول او د عادي افغانانو په څېر يې ژوند، زدکړې او بېلابېل کارونه ترسره کول.
ګلچرن وايي، د اسلامي امارت له لورې د هر راز همکارۍ، امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړ شوی دی.

د جلال آباد د زاړه ښار د سیکانو د بابا نانک د دربار  او وچ ډنډ د غاړې ترڅنګ پخوا لس زره ډېرو سیکهانو د يوناني طبابت او پېروپلور کار و بار درلود؛ خو اوس ترې يوازنی هټیوال ګلچرن پاتې دی او نور ټول يې د تېرو دوه لسیزو ناخوالو هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

د ننګرهار اوسېدونکي هم وايي، چې افغان سیکان ډېر ښه خوی لري، کاروباري خلک دي او اسلامي امارت يې باید د امنیت ساتنه وکړي او له هېواده د وتلیو هغو ته دې د بېرته راتګ بلنه ورکړي.

ګلچرن وايي، په کابل او ننګرهار کې د ګډوډيو او ناامنیو او پر دوی د وروستیو سختو بریدونو له ویرې دلته مېشتو کابو لس زره کورنیو د خوندیتوب لپاره هېواد پرېښی؛ هند، انګلستان، کانادا او یوشمېر نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

ګلچرن ويلي؛ له افغان خاورې د خپلو سیکهـ وروڼو وتو سخت دردمن کړی او په بېلتون يې اوښکي تویې کړي دي. افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او بايد د آبادۍ او پرمختګ لپاره یې ټول په شریکه الله پاک ته دعا وکړي.

ننګرهارمیشتی میا نورالدین میاخېل وايي؛ سیکهـ هېوادوال بې غرضه خلک دي او حکومت دې دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړي او له هېواده وتلو سیکهانو ته د بېرته راستنېدو ډاډ ورکړي.

د جلال آباد ښار د سیکهانو په هټیو کې اوس د سیکهـ هېوادوالو پخواني همکاران، چې له دوی سره د یوناني طبابت او عطارۍ په برخه کې یې کار کاوه، فعالیت کوي.

هټیوال یوسف وايي، هر يو يې اړیکې ورسره لري او که حالات ښه شي، بېرته به خپل هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت بهرته د وتلیو افغانانو د بېرته راستنولو او راستنېدو لپاره يو کمیسیون جوړ کړی، چې له همدې لارې یې يو شمېر خلک هېواد ته رابللي او تل يې ټينګار کړی، چې دا کمیسیون به تر هغې فعال وي، چې يو افغان هم له هېواده بهر وي.

Trending

Exit mobile version