تازه خبرونه

د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ اوس هم توده جګړه روانه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د انګړ تر څنګ اوس هم د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي، سلګونه جنګیالیو د ولسوالۍ د نیولو له پاره د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی او اووه پوستې یې له سرتېرو نیولي دي.

ولسوال زیاتوي، د تېرو څلیریشت ساعتونو په نښتو کې اووه افغان سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او لسګونه سرتېري او ملکي وګړي ټپيان دي.

هغه په ډاګه کړه، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې له سل ډېر وسلوال هم مړه او ژوبل شوي.

دوی وایي، سیمې ته ځانګړي ځواکونه هم رسیدلي او وسلوال مخالیفین یې شاه تګ ته اړ کړي دي.

وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې؛ خو حکومت یې نه مني.

Trending

Exit mobile version