تازه خبرونه
د ننګرهار پر محبس د موتربم بریدګر هندي داکتر و
هندي چارواکو ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار ولایت پر مرکزي محبس د موتربم برید پر ترسره کولو درې هندیان تورن پېژندل شوي، چې یو یې داکتر و.
هندي رسنیو د هندي استخباراتو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دغه داکتر د ننګرهار زندان ته د ننوتلو پرمهال له چاودیدونکیو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړې ده.
هندوستان تایمز څرګنده کړې، چې داکتر ایجاس کلوکیتیا پوراییل د داعش ډلې یوغړی و، چې د هند د ملي تحقیقاتو ادارې (این آی ای) تر څارنې لاندې هم و.
پوراییل له هغې وروسته په برید کې د لاس لرونکي په توګه وپیژندل شو، چې داعش د ننګرهار پر زندان د ۱۱ بریدګرو انځورونه خپاره کړل.
د راپورونو له مخې؛ پوراییل په برید کوونکیو کې یوازنی هندي تبعه دی، چې مخ یې د داعش لخوا په خپرو شویو انځورونو کې پېژندل کیږي. دوه نور هندي اتباع ماسکونه لري.
د هند ملي څېړنو ادارې پوراییل یو تښتیدونکی تر څارنې لاندې نومولی دی.
پوراییل په ۲۰۱۶ کال کې د جنايي دسیسو، ناقانونه هڅو او د داعش د غړیتوب او ملاتړ په تور تر څارنې لاندې و.
اغلې رفیله پوراییل هم په ۲۰۱۶ کال کې له خپل کوچني ماشوم سره د داعش غړې شوه او هند یې د ننګرار په نیت پریښود.
ویل کیږي، چې میرمن رفیله اوس مهال د خپل پېنځه کلن زوی او یو ماشوم سره د کابل په محبس کې ده.
هندوستان تایمز راپور ورکوي، چې میرمن رافیله د تېر کال په نومبر کې له ۲۴ نورو هنديانو سره نیول شوې ده.
د ننګرهار محبس له خونړي برید وروسته داعش په ډاګه کړه؛ دغه برید ۱۱ کسانو تر سره کړ، چې په کې څلور تاجکان، درې هنديان، درې افغانان او یو پاکستاني ونډه لرله.
دغه برید د یکشنبې پر ماښام د ننګرهار محبس په دروازه کې د یو موتربم پر چاودنه پیل او ۱۸ ګړۍ روان پاتې شو، په کې د برید کوونکیو په ګډون ۴۱ کسان ووژل شول او د ولسي جرګې د یوه غړي د څرګندونو له مخې ۸۰۰ بندیان ترې په تېښته بریالي ووتل.
د ولسي جرګې غړي عبدالکریم کریمي د څرګندونو له مخې: د برید پرمهال په زندان کې ۱۷۰۰ بندیان ول، چې ټولو د تېښتې هڅه کړې وه. ۵۰۰ بندیان په زندان کې پاتې دي، ۸۰۰ نور د طالب، داعش او مجرمینو په ګډون تښتیدلي او پاتې نور نیول شوي دي.
تازه خبرونه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ په هېواد کې د سوالګرۍ پدیدې د مدیریت هر اړخیزه طرحه د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو له استازو سره شریکه کړې ده.
دا طرحه د چارشنبې پر ورځ د اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې وړاندې شوه.
په دې غونډه کې د سوالګرۍ پدیدې د مخنیوي لپاره پر دوامدارو لارو چارو او په دې برخه کې د اسلامي امارت پر هڅو خبرې وشوې.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د مسلکي زدهکړو، مشروطو نغدي مرستو او د اړمنو کسانو د اقتصادي پیاوړتیا له لارې د سوالګرۍ پر کمولو ټینګار وشو، چې هغوی ته د دوامدار او باعزته ژوند زمینه برابره شي.
د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو استازو هم له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی دی.
تازه خبرونه
روسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر
ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان د کانونو، صنعتي کارخونو او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي.
ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.
نوموړي ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې له کورنیو شریکانو سره پر همکارۍ د روسي شرکتونو پانګونې ته ښه راغلاست ووایي.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د کانونو استخراج، د صنعتي کارخونو جوړول او پراختیا، د بېخبناوو پراختیا او د ځانګړو اقتصادي سیمو جوړول د پانګونې مهم فرصتونه دي.
ملا برادر د نړیوالو معیارونو له مخې د صنعتي پارکونو جوړول، د ګډو ځانګړو اقتصادي سیمو رامنځته کول، د وچو بندرونو جوړول او د سوداګریزو بېخبناوو پراختیا هم د ګډې پانګونې له مهمو برخو وبللې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان له روسیې سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ کچې تر ټولو لوړې کچې ته د لوړولو غوښتونکی دی او د سوداګرۍ آسانتیاوې او د پانګونې پراختیا یې د دې موخې لپاره مهمې بللې دي.
نوموړي د افغانستان سټراټیژیک موقعیت، بډایه طبیعي زېرمې او د کار په عمر کې شاوخوا ۲۴ میلیون وګړي د هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه یاد کړي او څرګندوي، چې دغه ظرفیتونه د بهرنیو پانګوالو لپاره د صنعت، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ودې په برخو کې د پام وړ فرصتونه برابرولی شي.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا هڅې کوي.
تازه خبرونه
عراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.
د عراق پارلمان رییس د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره د لنډمهالې څېړنیزې کمیټې د جوړولو امر کړی، چې ښايي د کرکوک او کردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.
د عراق پارلمان رییس هیبت الحلبوسي د چارشنبې پر ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد پر امنیتي ادارو او تېلو وزارت نیوکه وکړه او د عراق د تېلو د سرچینو د قاچاق د مخنیوي په اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.
د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې؛ استخباراتي معلومات ښيي، چې ښايي د تېلو له بډایه سیمو؛ کرکوک او کردستان څخه تېل د ایران له سرحدي دروازو څخه د افغانستان پر لوري ولېږدول شي.
الحلبوسي دغه موضوع جدي بللې او ټینګار یې کړی، چې مسوولې ادارې باید د تېلو د سرچینو د ساتنې او د هېواد د پولو د کنټرول په اړه ځوابویونکې وي.
د عراق پارلمان د معلوماتو له مخې؛ څېړنیزه کمیټه به د پارلمان د امنیت او دفاع د کمیټې د رییس پر مشرۍ او د تېلو او ګاز، مالي، حقوقي، اداري او سرحدي دروازو د چارو د کمیټو د استازو پر ګډون جوړه شي. دغه کمیټه به شته معلومات وڅېړي او د خپلو څېړنو پایلې به د پارلمان مشرتابه ته وړاندې کړي.
په بابل کې د تېلو د غلا په اړه جلا څېړنه
دغه راز به د عراق پارلمان د بابل ولایت په جرفالنصر سیمه کې د دولتي لېږد رالېږد له نللیکو څخه د تېلو د احتمالي غلا په اړه هم استخباراتي راپورونه وڅېړي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې ښايي د ټانکرونو پر مټ تېل لېږدول شوي وي؛ خو د بابل والي علي ترکي الجمالي د خپرو شویو معلوماتو یوه برخه رد کړې او څرګندوي، چې لږ تر لږه له یادو شویو ځایونو څخه یو یې د امنیتي ځواکونو د سونتوکو د برابرولو رسمي مرکز و.
همدارنګه د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي په جرفالنصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا د ادعاوو د څېړلو لپاره د یوې بلې کمیټې د جوړولو امر کړی دی.
پارلماني کمیټه به په کردستان کې د خور مور د ګاز پر ډګر وروستی برید هم وڅېړي؛ هغه برید، چې د ګاز تولید او د برښنا د برابرولو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و.
دا ادعاوې تائید شوې نهدي
عراقي چارواکو تر اوسه د افغانستان پر لوري د تېلو په احتمالي قاچاق کې د ښکېلو کسانو هویت، د لېږدول شویو تېلو اندازه او د هغوی وروستي منزل ته رسېدل تائید کړي نهدي.
ویل کیږي، چې له کردستان څخه د تېلو د احتمالي قاچاق او په جرفالنصر کې د تېلو د محصولاتو د غلا دوه قضیې به هم وڅېړل شي او تر اوسه د دواړو ترمنځ کومه اړیکه ثابته شوې نهده.
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه2 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoروسیې له کابل سره د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه؛ شویګو په سیمه کې د نشهيي توکو له نویو ګواښونو خبرداری ورکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد دولتي شرکتونو رییس له ایراني سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
