تازه خبرونه
د ننګرهار په بټی کوټ کې د طالبانو تر منځ نښته شوې
(Last Updated On: )
په ننګرهار كې د وسلوالو طالبانو ترمنځ په خپلمنځي نښته كې شپږ وسلوال وژل شوي او اته نورټپيان دي.
د ننګرهار والي مطبوعاتي دفتر وايي، دا نښته تېر مازيګر د ننګرهار بټيکوټ ولسوالۍ د امبار خانې په ترکي کلا سيمه کې د وسلوالو طالبانو د دوه ډلو ترمنځ رامنځته شوې، چې په کې له دواړو ډلو څخه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
سرچينه زیاتوي،په وژل شویو کسانو کې د وسلوالو طالبانو د کميسون يو مهم غړی او په ټپيانو کې د مومندرې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري محمد هم .
سرچينې د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.