سیمه ییز خبرونه

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې اووه تنه ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دغه اووه کسان د ماینونو پر جوړولو بوخت وه، چې چاودنه پرې شوې.

د ننګرهار د امنیې قومندان فضل احمد شېرزاد وايي:

د شنبې په سهاروختي ( د لیندۍ ۲ ) د خوګیاڼیو ولسوالۍ په مملې سیمه کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی همدارنګه وايي، دغه کسان د ماینونه پرجوړولو بوخت وه، چې خپل یو ماین پرې چاودنه کړې او ځای پرځای وژل شوي دي.

شېرزاد زیاتوي، په پېښه کې ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او بې پیلوټه الوتکې پرې برید کړی.

د سیمې ځینې استوګن هم وايي، چې وژل شویو کسانو له وسله والو سره هېڅ ډول اړیکې نه درلودې.

خوګیاڼي او په ځانګړي توګه میمله د ننګرهار یوه له ترټولو ناامنه سیمو څخه شمېرل کېږي.

د یوه بل خبر له مخې پولیسو د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې اتیا کیلو خام چرس نیولي.

د امنیې قومندان فضل احمد شېرزاد ووېل، دوه تنو قاچاق وړونکو دغه چرس له خوګیاڼو څخه روداتو ته لېږدولي وه اوغوښتل یې، چې سرحدي سیمو ته یې ورسوي خو هدف ته ترسېدو وړاندې ونیول شول.

د امنیې قومندان همدارنګه وايي، په ننګرهارکې یې د امن راوستلو او غېرې قانوني کړنو د مخنیوي په موخه پراخې هڅې پېل کړي او په همدې موخه یې د دغه ولایت په چپریهار او ځینو نورو ولسوالیو کې یو لړعملیات ترلاس لاندې نیولي دي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر وسله وال مړه او ژول شوي او ځینې یې د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي، خو دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو او د تورخم ـ جلال باد پرلویه لاره هره ورځ وسله وال طالبان د تالاشئ پوستې اچوي او له موټرونو څخه دولت پلوه خلک ښکته کوي.

Trending

Exit mobile version