سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار سرحدي پوليس له سوداگرو پيسې اخلي
د ننگرهار یو شمېرسوداگر او د بارداره موټرو چلوونکي وايي:
سرحدي پولیسو په تورخم کې پاټکونه جوړکړي؛ ناروا پیسې اخلي او که ور یې نه کړو د مرگ تر بریده وهل كيږو.
دوی په ډاگه كوي، چې:
په سیمه کې سرحدي پولیس هره ورځ لږ ترلږه له همدې لارې څلورلکه کلدارې تر لاسه کوي.که څه هم په ختیځ کې د سرحدي پوليسو مسوولین دا تورونه ردوي
د ننگرهاروالي مني، چې سرحدي پوليس دغلته په فساد کې ښکېل دي.
د افغانستان په ختیځ تورخم بندر کې له گاونډ هېواد پاکستان سره هره ورځ لږترلږه ۸۰۰ بارداره موټرافغانستان ته راوړي.
په همدې سیمه کې د بارداره موټرونو لسگونه موټرچلوونکواریانا ټلویزون ته وویل، چې:
دلته میشت سرحدي پوليسو پا ټک جوړکړی او له هر باردارموټرڅخه په زرگونه روپۍ اخلي او که وریې نه کړي؛ نو د مرگ تر بریده یې وهي.
په ختیځ کې د سوداگرۍ خونې عامل مدیر انجنيرمحمدقاسم یوسفي وايي:
له تورخم څخه هره ورځ لږ تر لږه اته سوه بارداره موټرافغانستان ته راوړي، چې له هر موټر څخه په زوره پېنځه ـ پېنځه سوه کلدارې اخيستل كيږي.
د تورخم کمیسارۍ د ستونزې په اړه له څه ویلوډه ډه وکړه، خو په ختیځ کې د سرحدي پوليسو ريیس ارکان محمد ایوب حسن خېل دا هرڅه بې بنسټه بولي.
د ننگرهار والي گل اغا شېرزی وايي، چې:
په ننگرهارکې سرحدي پوليس په سرحدي سیمو کې له قاچاقبرانوسره لاس لري او په پراخه اداري فساد کې ښکېل دي.
د یادونې وړده، چې د افغانستان په ختیځه سیمه کې له گاونډ هېواد پاکستان سره سلگونه کیلومتره سرحد لري؛ خو په دې وروسیتو کې د یادې لیوا پرمسوولینو نیوکې کیږي، چې یوشمېرسرتېري یې، په وظفوي عفلت، قاچاقبرۍ او پراخه اداري فساد کې ښکېل دي او که مخه یې ونه نیول شي نو ورسره به په ټول هېواد کې د ناامنۍ او نورو ستونزه کچه لوړه شي.