سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار ولايت اړې او بېوزلې کورنۍ د بیات بنياد له مرستو برخمنې شوې
د بنیات بنیاد د مرستو جوپه ننگرهار ولایت ته ورسيده.
بيات بنياد هر كال د روژې په مباركه مياشت كې له اړو او بېوزلو خلكو سره د خوراكي توكو مرسته کوي.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمداسماعیل وویل، چې:
د روژې په مبارکه میاشت کې پر اړو کورنیو د مرستو وېش ډېر ثواب لري.
نوموړى زياتوي:
دغه مرسته، چې پر سلگونه اړو کورنیو او کونډو میرمنو ووېشل شوه؛ په کې وریجې وړه، چای او نور بېلا بېل خوراکي توکي شامل دي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمداسماعیل وايي:
په راتلوونکي کې به هم د دغو مرستو لړۍ تر نورو ولایتونو هم ورسیږي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به په ننگرهار ولایت کې له وروستيو سیلاب ځپليو يو شمېر کورنیوسره هم بیات بنیاد د خپل وس په اندزه مرسته وکړي.
كومو كسانو، چې دغه مرستې تر لاسه كړي، خوښ ښكاري او له نورو خيريه سازمانونو او ټولنو څخه د ورته اقدام غوښتنه كوي.
د ننگرهار د ښځو چارو ريیس انیسه عمراني هم د بیات بنیاد له دې مرستو مننه کوي او وايی:
بیات بنیاد په ډېرو سختو شېبو كې د د ې ولايت له اړو او بېوزله میرمنو او کورنیو سره مرسته وکړه.
بيات بنياد يو خيريه بنسټ دى، چې نه يوازې د روژې په مباركه مياشت كې مرستې كوي، بلكې دا بنسټ د كال په نورو مياشتو كې هم اړو او بېوزلو كسانو ته بېلابېلې مرستې وېشي او ښوونځيو، روغتيايي مركزونو، جوماتونو او روزنتونو د جوړونې او بيا رغاونې په برخو كې هم د پام وړفعاليتونه كړي او هم یې وخت ناوخته د طبيعي پيښو د ځپل شويولاس نيوى كړى دى.