سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په اچين كې قومي مشرانو ښوونځي او روغتونونه تړلي
د ننگرهارپه اچين ولسوالۍ کې له تېرو دوه کلونو دعلي شېرخېلو او سه پاى په نوم د دوه قومونو ترمنځ د کهي دښتې د ملکيت پر سرد رامنځته شوې شخړې له لامله يوشمېرښوونځي او روغتيايي مركزونه تړل شوي او د بياروغونې ترڅنگ د ژوند ډېركارونه په ټپه ولاړدي.
د نوموړى دښتې پرسر، ياد دواړه قومونه اوس هم په خپلو مورچو كې يو بل ته ټوپك په لاس ناست دي او وخت ناوخته پر يو بل ډزې كوي، چې له لامله يې تراوسه له دواړو خواوو له ۱۰۰ ډېرو كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې.
د سيمې ځايي اوسيدونكي پردولت نيوكه كوي، چې:
د دغې شخړې د مخنيوي او حل لپاره جدي هڅې نه كوي.
رحمت الله زيارمل د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال په ډاگه كوي، چې:
د سپين غراواچين ولسواليو يوشمېراوسيدونكيو څرگنده كړې، چې د عليشېرخېلو او سه پاى د قومونو ترمنځ د کهي دښتې د ملکيت پرسردوه کلنه شخړه، چې يوشمېردولتي چارواكو او زورواكو د خپلو شخصي موخو لپاره گرمه كړې، له لامله يې د دواړو ولسواليو اړوند يوشمېرښوونځي او روغتايي مركزونه تړل شوي او د بيارغونې ترڅنگ د ژوندانه هرډول چارې ور سره په ټپه ولاړې دي.
دوى وايي:
دمگړۍ د ولسوالۍ مرکزي روغتون، مركزي لېسه، ديني مدرسه او دارالمعلمين د دواړو غاړيو د مرميو د لگېدو له وېرې د زده کوونکيواو ناروغانو پرمخ تړلي دي.
ځايي اوسيدونكي وايي:
ياد شوي ښوونځي له پېنځه زرو ډېرزده كونكي لري، چې ټول يې له ډېرې مودې راهيسې له زده كړې محروم شوي.
دغه خلك پردولت نيوکه كوي، چې د مضراحتياط له لامله يې، د دوه قومونو په خاطر د ولسوالۍ زرگونه خلک او کورنۍ په ستونزو کې اچولي او په دې اړه پرېكنده گام نه پورته كوي.
پر دې سربېره د سمې ځينې نوراستوگن دا هم وايي، چې:
له ډېرې مودې په سيمه كې لويې لارې تړل شوي.
په ولسوالۍ كې د كهي په نوم بازار تړل شوى او د ژوند هر ډول ورځني كارونه په ټپه دريدلي دي.
دوى وايي:
كه د قومونو روانه شخړه ژرختمه نه شي؛ نو دواړوغاړيو ته پر درنده مرگ و ژوبله سربېره به ډېرې كورنۍ له سيمې هم وكوچيږي.
د ننگرهار پوهنې رياست وياند محمدآصف شينوارى مني، چې په ياده ولسوالۍ كې د قومي شخړې له لامله د اچين ولسوالۍ مرکزي لېسه، دارالمعلمين او ديني مدرسه، چې له ٥٠٠٠ ډېر زده کوونکي لري، د زده کوونکيو پرمخ تړل شوي دي.
بلخوا د اچين ولسوال حسن خان عثمانزي وايي، چې:
د عليشيرخېلو او سه پاى قومونو ترمنځ د کهي دښتې د ملکيت پر سردوه کلنې جگړې، رښتيا هم په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې او د ژوندانه نورې چارې په ټپه درولي دي.
هغه وايي، چې:
مركزي دولت په دې اړه له پراخې حوصلې کار اخلي؛ خو په وينا يې، دغې اوږدې لانجې ته نور د ځايي ادارې د صبر کاسه ډکه شوې ده.
د يادونې وړده، چې د سه پاى او عليشيرخېلو قومونو ترمنځ راپورته شوې قومي شخړې له دواړو غاړيو په دوه کلونو کې، سلو تنو ته مرگ و ژوبله اړولې او سلگونه دولتي سرتېري يې په سيمه کې بوخت ساتلي، چې تېره ورځ يې ١٥ ورځنى اوربند هم پاى ته ورسيد.