سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په گوشته كې افغان او پاكستانيو ځواكونو جگړه پيل كړه
د ننگرهار په گوشته كې د افغان او پاكستانيو ځواكونو په جگړه كې نهه پاكستاني پوځيان وژل شوي دي.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو دعامه اړیکو مسوول ادریس مومند وايي:
دا جگړه تېره شپه (د ثور۱۱) نهه بجې له هغې وروسته پيل شوه، چې پاكستانيو ځواكونو پر افغان ځواكونو بريد وكړ.
مومند زياتوي:
په دې نښته كې، چې د تېرې شپې تر دوه بجو يې دوام وكړ؛ يو افغان سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې په دې نښته کې له سپکو او درندو وسلو کاراخستل شوى او نن هم په سیمه کې میشت ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.
د پاکستان رسنيو په دغه نښته کې د یو پاکستاني پوځي له وژل کیدو او دوه نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی، خو افغان چارواكي وايي، چې په دې جگړه كې نهه پاكستاني پوځيان وژل شوي، چې اووه مړي يې په سيمه كې پاتې دي.
دغه راز ويل شوي، چې پاكستاني پوځيان په سيمه كې له ځينو پوستو په شا شوي هم دي.
په ننگرهار كې ځينو سرچينو ويلي، چې افغان ځواكونو هغه دروازه نړولې، چې په دې وروستيو كې پاكستانيو ځواكونو جوړه كړې وه .
