تازه خبرونه
د نورستان اوسېدونکي د دې ولایت د عامه سړک له خراب حالته اندېښمن شوي
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دا لویه لار دې معیاري جوړه شي، چې د دوی اړوند ستونزې ورسره حل شي.
د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت د عامه سړکونو له خراب وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي، چې هر وخت په کې مسافر او موټر چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ کیږي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دا لویه لار دې معیاري جوړه شي، چې د دوی اړوند ستونزې ورسره حل شي.
دوی وایي؛ د نورستان ولایت عمومي سړک ډېر خراب، چې اوس پرې کار روان دی.
د قراردادي شرکت چارواکي وايي، چې د ۲۲ کیلومټره سړک، چې ۹ مټره پلنوالي لري؛ د جوړولو کار یې ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی.
د نورستان چارواکو ويلي، چې پدې سړک کار اوسمهال چټک روان دی؛ اویا ډوله ماشینونه پرې کار کوي او سلګونه کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.
نورستان یو له هغو شنو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې طبیعي منظرې لري.
د دې ولایت پر اوسیدونکو سربېره، سلګونه کورني او بهرني سیلانیان هم دې ولایت ته ورځي. خلک په دې باور دي، چې که دا سړک پر معیاري او سمه توګه جوړ شي؛ نو د سیلانیانو شمېر به هم ورسره زیات شي.