تازه خبرونه
د نوم لیکنې بهیر ټکنی دی
د ولسي جرګې ځینې استازي وایي چې د امنیت نشتوالی، د رایې ورکوونکو د لستونو جوړول او د پېژندپاڼو وېش، د ټاکنو په برخه کې د ستونزو ستر عوامل بلل کېدای شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې چې وایي د معیاري ټاکنو شرایط برابر نه دي؛ خو هڅّه کوي چې سمې ټاکنې تر سره کړي.
بلخوا ولسي جرګې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د وګړو د احوال د ثبت د ادارې مشران، د هغه ستونزو له امله چې ټاکنې ورسره مخامخ دي، د استجواب له پاره وبلل. په جرګه کې د خلکو استازي وایي چې د رایې ورکوونکو د لستونو جوړول او د پېژندپاڼو وېش، ستونزمن کارونه دي چې ټاکنو بهیر ته زیان اړولي شي.
د ولسِ جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ووېل: “د پېژندپاڼو وېش ټکنی دی او پېژندپاڼې د هویت او سوانحو په بنسټ نه وېشل کېږي. کېدای شي چې ځینې کسان دا پاڼې واخلي او بیا د امنیتي ځواکونو لیکو ته ننوځي او په مهمو ځایونو کې سترې ستونزې جوړې کړي”
د ولسي جرګې استازي الله کل مجاهد ووېل: ” که دا پروسه سمه ونه څآرل شي، دا ټاکنې به هېواد له بحران او بدمرغۍ سره مخامخ کړي او مسوولیت به یې د حکومت او ملي شوری په غاړه وي”
په همدې وخت کې د ټاکنو د خپلواک کېمسیون د دارالانشا سرپرسته شهلا حق وویل: “وضعیت د معیاري ټاکنو له پاره جوړ نه او ستونزې ډېرې دي لکه بې امنیتي؛ خو موږ بله لار نه لرو. تر اوسه 189000 کسانو نومونه ثبت کړي”.
د احوال د ثبت د ادارې مشر همایون محتاط ووېل: “زموز دفتر د لس ملیونه پېژندپاڼو د وېش له پاره چمتو دی؛ خو دا چې خلک نه راځي او پېژندپانې نه اخلي دا زموږ مسوولیت نه دی. د ښاغلي کرزي د حکومت په وخت کې 12 ملیون پانې وېشل شوي او په ټوله کې په افغانستان کې کابودېرش ملیون پېژندپاڼې شته”
په پام کې دي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوری ګانو ټاکنې د روان کال د تلې یا میزان په 28 وشي. و به لیدل شي چې د ټاکنو خپواک کمېسون به څومره وکولای شي چې په هېواد کې سراسري ټاکنې وکړي.