سیمه ییز خبرونه
د نوي دیلي په جنوب کې د هندوانو او مسلمانانو له نښتو لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول
د هند پولیسو رویترز خبري آژانس ته ویلي؛ د دوشنبې پر ورځ د هند پلازمېنې نوي دیلي د سویل لوري په ۵۰ کیلومترۍ کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ له نښتې لږ تر لږه پېنځه کسان د دوه پولیسو په ګډون وژل شوي دي.
چارواکو ویلي؛ تاوتریخوالی له هغې وروسته پیل شو، چې د هند په هاریانا ایالت کې د مسلمانانو تر واک لاندې له نوح سیمې څخه د هندوانو یو مذهبي لاریون تېرېدو. تر ماښامه، تاوتریخوالی ګاونډ ګوروګرام ته هم ورسید، چې بیا هلته یو جومات وسوځاول شو؛ ملا یې وواژه او یو بل کس یې ټپي کړ.
د ګوروګرام مرستیال کمشنر نیشانت کومار یاداو ویلي: په پېښه کې ښکېل پېنځه کسان نیول شوي او نور یې د پېژندلو په حال کې دي.
هغه زیاته کړې، چې د عبادت ځایونو شاوخوا امنیت خوندي دی.
د دوشنبې پر ماښام د ۵ موټرو له سوځولو او یو شمېر هټیو ته له زیان رسولو مخکې د دې سیمې لپاره د عامه نظم د بندیز حکم صادر شوی و؛ ښوونځي او پوهنځي تړل شوي وه.
رویترز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د نوح او ګوروګرام دواړو سیمو ځایي حکومتي چارواکو په خپلو سیمو کې د هندوانو او مسلمانو ټولنو له استازیو سره ولیدل او د زغم غوښتنه یې ترې وکړه.
تر ماښامه پورې په اړوند سیمو کې انترنتي خدمات درېدلي وه.
په نوح کې د سیمهییزې ادارې چارواکو ویلي؛ دوی د دې نښتې د علت په اړه پلټنه کوي.
د نوح د پولیسو ویاند کرشن کومار رویترز خبري آژانس ته ویلي: دوی له یوه معبده بل ته د تللو په حال کې ول؛ خو په لاره کې د دواړو ډلو ترمنځ نښتې وشوې، چې په پایله کې یې څلور کسان ووژل شول.
هغه زیاته کړې، چې په وژل شويو کې دوه کسان د کور ساتونکي وه، چې د رضاکار ځواک په توګه یې له پوليسو سره د ملکي ګډوډۍ په څارنه کې مرسته کوله.
ځايي حکومتي چارواکو ویلي، په دې نښتو کې د ۱۰ پولیسو په ګډون ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د هاریانا اعلی وزیر منوهار لال خټار پر X رسنۍ، چې پخوا تویتر رسنۍ وه؛ په نوح کې دا پېښه وغندله، ځکه هلته پر تګ راتګ د بندیز امر شوی و، انترنیت بند و او اضافي امنیتي ځواکونه هم ځای پرځای شوي وه.