تازه خبرونه

د نوي ښار پارک د بیارغونې چارې د خصوصي سکتور پر پانګونه پرانیستل شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۲)

د کابل د نوي ښار پارک د بیارغونې چارې د یکشنبې پر ورځ (د زمري ۱۵ ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا برادر  لهخوا پرانیستل شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيالۍ په اعلامیه كې راغلي؛ د نوي ښار پارک ۹.۹ هكتاره مساحت لري، چې د خصوصي سكتور له‌خوا به په درې كلونو كې د ۱.۲ میلیارد افغانيو پر پانګونه ورغول شي.

په اعلاميه کې څرګنده شوې، چې د نوي ښار پارک د بيارغونې په پلان کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوتسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رستورانتونه، جومات، د لامبو حوض او د موټرو لپاره پارکېنګ په نظر کې نیول شوي دي

ویل کیږي، چې د یاد پارک د بیارغونې په بهیر کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

 

Trending

Exit mobile version