تازه خبرونه
د نوي کابل پروژې عملي چارې پیل شوې
د نوي کابل پروژې عملي چارې نن پنجشنبه ( د زمري ۲۶ ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په ګډون په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شوې.
د یادې پروژې ماستر پلان به په دوه ۱۵ کلنو پړاوونو پلي شي؛ په لومړي پړاو کې د یو نیم میلیون خلکو لپاره د استوکنې دوه سوه پنځوس زره واحدونه، چې سوداګریز، زراعتي، تفریحي او صنعتي سیمې هم ورته په پام کې نیول شوې دي.
د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور د نوي کابل پروژې د عملي پیل په مراسمو کې څرګنده کړې: د خوښۍ ځای دی، چې په دې ورځو کې د بدو خبرونو پر ځای د لویو اقتصادي پروژو د چارو د پیل خبرونه اورو.
نورالحق انور زیاته کړې: اوس هغه وخت را رسیدلی، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي.
دغه راز د د ریاست الوزراء د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نوي کابل پروژې د عملي پیل په مراسمو کې ویلي: د نوي کابل په پروژه کې به ټولې عصري اسانتیاوې وي. د دې پروژې له پیلېدو سره به یو زیات شمېر هېوادوالو ته د پانګونې او کار زمینه برابره شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل پروژې د عملي پیل پر مهال وویل، چې د دې ملي پروژې له پلي کېدو سره به په هېواد کې تر یوه حده شته ننګونې، ترافیکي او چاپېریالي ستونزې له منځه ولاړې شي.
عبدالسلام حنفي ويلي؛ دا د هېواد د سوداګرو او پانګوالو مسوولیت دی، چې له نظام سره د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او د سیمې او نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم ګډون کړی او وایي؛ اسلامي امارت په لنډ وخت کې مهم اقتصادي ګامونه پورته کړي او په عمل کې یې ثابته کړې، چې د افغانستان ابادۍ، پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی.
هغه دا هم ویلي: افغانانو د خپل هېواد د عزت، ناموس او ازادۍ ساتلو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړي او اوس هم هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او اسلامي امارت ژمن دی لکه څنګه یې، چې افغانان له اشغاله خلاص کړل؛ له اقتصادي ستونزو به یې هم وژغوري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې قومي، مذهبي او ژبنيو تعصباتو ته لمن وهي په افغانستان کې هیڅ ځاى نهلري.
هغه ويلي؛ که له افغانستان سره مرسته او همکاري نهشئ کولی؛ نو پرېږدئ، چې افغانان خپل هېواد اباد او ارام ژوند وکړي.
په دې مراسمو کې د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي؛ د دې وخت را رسېدلی، چې اسلامي امارت د شهیدانو او د هېواد د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره کار پیل او افغانستان آباد کړي.
د اقتصاد وزارت چارسمبالی مولوي دین محمد حنیف وايي؛ هغه کسان، چې نن سبا په افغانستان کې پانګونه کوي د خپل هېواد پرمختګ ته ژمن دي.
نوموړي زیاته کړې: هغه پانګوال، چې له افغانستان څخه بهر یې په میلیاردونو دالره پانګونه کړې؛ که دوی خپله شل سلنه پانګه افغانستان ته راولېږدوي، له شک پرته به د افغانستان د اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته وکړي.
هغه وایي؛ اسلامي امارت په لویو اقتصادي پروژو کې کورنیو سوداګرو او پانګوالو ته لومړیتوب ورکوي.
د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد هم هغه سوداګر او پانګوال، چې په افغانستان کې پانګونه کوي، په اقتصادي برخه کې ملي اتلان ونومول.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له نړۍ سره د اسلامي امارت د ښه تعامل او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د اواري خنډونه لرې شي.
نوموړی په دې اړه وایي: ښکاره خبره ده، چې په سیاسي برخه کې ستونزې شته، په ځانګړي توګه د رسمیت پېژندنې په برخه کې؛ خو اسلامي امارت په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه د کابل ښار په شمال کې موقعيت لري، چې د ده سبز ولسوالۍ او د کابل ولايت د قره باغ، استالف، کلکان او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ يوه برخه په کې رانغښتې ده.
تازه خبرونه
ملا برادر د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه د ترکمنستان له ملي مشر سره ولیدل
ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال، نن(دوشنبه د زمري نولسمه ) په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې پر وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ راتلونکو اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر ویلي؛ په هرات کې د ټاپي پروژې چارې ښې روانې دي او تمه ده، چې پاتې برخې یې پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول داسې بدل شي، چې پر بیه د اروپايي بازارونو د بیو د سختو بدلونونو د اغېز مخنیوی شي.
هغه وړاندیز وکړ، چې د ګاز تړون دې د اوږدې مودې لپاره وشي؛ شرایط دې یې ساده وي او د تړون د بیاکتنې لپاره دې د انعطاف وړ کړنلاره په پام کې ونیول شي.
نوموړي په هرات کې د ګاز د وېش او لګښت شبکې د جوړولو، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د اواري لپاره د ګډې تخنیکي او حقوقي کمیټې د جوړولو او په دې پروژه کې افغانانو ته د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
برادر ویلي؛ ټاپي پروژې د افغانستان او ترکمنستان سټراټېژیکې همکارۍ پیاوړې کړې دي او دواړه لوري باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د نفتو د لېږد لپاره د آقکریم بندر د پرانیستو، په ترکمنباشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي مالونو لپاره د آسانتیاوو برابرولو، د لاجورد لارې بیا فعالولو ته د شته ستونزو د حل او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنېپټلۍ د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ګډ کار وکړي.
هغه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د برښنا او ټرانسپورټ په برخو کې له سترو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
په دې لیدنه کې قربانقلي بردي محمدوف ویلي، چې د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې او په بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو زمینه برابره کړې ده.
محمدوف زیاته کړې؛ ترکمنستان چمتو دی، چې هرات ته د ټاپي نللیکې د غځولو ترڅنګ، په دې ولایت کې د ګاز د وېش شبکې د جوړولو او د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې همکاري وکړي. هغه ویلي، چې یو شمېر بهرنیو شرکتونو په ټاپ پروژه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
هغه همداراز ویلي؛ عشقآباد چمتو دی، چې په ترکمنباشي بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګریزو مالونو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د لاجورد لارې د بیا فعالولو په موخه پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی دی.
د ترکمنستان ملي مشر افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برښنا او اوسپنېپټلۍ په برخو کې د پیل شویو پروژو چارې به پر ټاکلي وخت او چټکۍ بشپړې شي.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې؛ د ټاپي، ټاپ، فایبر نوري او اوسپنېپټلۍ پروژو د څارنې او پلي کولو لپاره به د لوړپوړیو چارواکو پر مشرۍ تخنیکي کمیټه جوړه کړي، چې د دغو پروژو د پلي کېدا بهیر ښه پر مخ یووړل شي.
تازه خبرونه
په تېرو درې میاشتو کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ډېر قاچاقي توکي ونیول شول
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ ام۱۶، ۱۷ ام۴، ۳۳ تومانچې، اته زره د سپکو او درندو وسلو بېلابېلې مرمۍ، ۴۵ نقلیه وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي، ۴۸۶ کارټنه درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ د ثانیهسوزو بستې نیول شوې دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د هېواد دفاعي ځواکونو په تېرو درې میاشتو کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات، درمل، نقلیه وسایط او نور قاچاقي توکي کشف او نیول شوي دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ ام۱۶، ۱۷ ام۴، ۳۳ تومانچې، اته زره د سپکو او درندو وسلو بېلابېلې مرمۍ، ۴۵ نقلیه وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي، ۴۸۶ کارټنه درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ د ثانیهسوزو بستې نیول شوې دي.
ویل کیږي، چې د دغو پېښو پر تړاو ۳۹ قاچاقبران هم نیول شوي دي.
تازه خبرونه
ایران په تېرو پېنځه میاشتو کې له ۲۰۰ زره ډېر بېاسناده افغانان ایستلي
هغه ټینګار کړی؛ دغه بهیر د افغانستان ټول وګړي نه رانغاړي، بلکې موخه یې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اوسېدنې تنظیم او د هغوی د استوګنې د وضعیت کره معلومول دي.
د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند علي زینيوند ویلي؛ له ایران څخه د بېاسناده افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر پر وروستیو بدلونونو او کړکېچونو سربېره نهدی درول شوی او روان دی.
هغه ټینګار کړی؛ دغه بهیر د افغانستان ټول وګړي نه رانغاړي، بلکې موخه یې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اوسېدنې تنظیم او د هغوی د استوګنې د وضعیت کره معلومول دي.
زینيوند ویلي، چې یو شمېر بېاسناده بهرني وګړي د قضايي حکمونو له مخې له ایران څخه ایستل شوي او د نورو بېسنده وګړو د وضعیت د تنظیم بهیر هم په جدي توګه روان دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه له ۲۰۰زره ډېر بېاسناده افغانان پخپله خوښه له ایران څخه وتلي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دې بهیر اصلي موخه د بهرنیو وګړو د معلوماتو کره پېژندنه او ثبتول دي، چې څرګنده وي؛ هر وګړی له کومې لارې ایران ته داخل شوی، چېرته اوسېږي او له کومو خدمتونو ګټه اخلي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
