تازه خبرونه

د نوي کابل پروژې عملي چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۴۰۲)

د نوي کابل پروژې عملي چارې نن پنجشنبه ( د زمري ۲۶ ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په ګډون په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شوې.

د یادې پروژې ماستر پلان به په دوه ۱۵ کلنو پړاوونو پلي شي؛ په لومړي پړاو کې د یو نیم میلیون خلکو لپاره د استوکنې دوه سوه پنځوس زره واحدونه، چې سوداګریز، زراعتي، تفریحي او صنعتي سیمې هم ورته په پام کې نیول شوې دي.

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور د نوي کابل پروژې د عملي پیل په مراسمو کې څرګنده کړې: د خوښۍ ځای دی، چې په دې ورځو کې د بدو خبرونو پر ځای د لویو اقتصادي پروژو د چارو د پیل خبرونه اورو.

نورالحق انور زیاته کړې: اوس هغه وخت را رسیدلی، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړي.

دغه راز د د ریاست الوزراء د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د نوي کابل پروژې د عملي پیل په مراسمو کې ویلي: د نوي کابل په پروژه کې به ټولې عصري اسانتیاوې وي. د دې پروژې له پیلېدو سره به یو زیات شمېر هېوادوالو ته د پانګونې او کار زمینه برابره شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل پروژې د عملي پیل پر مهال وویل، چې د دې ملي پروژې له پلي کېدو سره به په هېواد کې تر یوه حده شته ننګونې، ترافیکي او چاپېریالي ستونزې له منځه ولاړې شي.

عبدالسلام حنفي ويلي؛ دا د هېواد د سوداګرو او پانګوالو مسوولیت دی، چې له نظام سره د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او د سیمې او نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم ګډون کړی او وایي؛ اسلامي امارت په لنډ وخت کې مهم اقتصادي ګامونه پورته کړي او په عمل کې یې ثابته کړې، چې د افغانستان ابادۍ، پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی.

هغه دا هم ویلي: افغانانو د خپل هېواد د عزت، ناموس او ازادۍ ساتلو لپاره بې سارې قربانۍ ورکړي او اوس هم هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او اسلامي امارت ژمن دی لکه څنګه یې، چې افغانان له اشغاله خلاص کړل؛ له اقتصادي ستونزو به یې هم وژغوري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې قومي، مذهبي او ژبنيو تعصباتو ته لمن وهي په افغانستان کې هیڅ ځاى نه‌لري.

هغه ويلي؛ که له افغانستان سره مرسته او همکاري نه‌شئ کولی؛ نو پرېږدئ، چې افغانان خپل هېواد اباد او ارام ژوند وکړي.

په دې مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ویلي؛ د دې وخت را رسېدلی، چې اسلامي امارت د شهیدانو او د هېواد د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره کار پیل او افغانستان آباد کړي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالی مولوي دین محمد حنیف وايي؛ هغه کسان، چې نن سبا په افغانستان کې پانګونه کوي د خپل هېواد پرمختګ ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې: هغه پانګوال، چې له افغانستان څخه بهر یې په میلیاردونو دالره پانګونه کړې؛ که دوی خپله شل سلنه پانګه افغانستان ته راولېږدوي، له شک پرته به د افغانستان د اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته وکړي.

هغه وایي؛ اسلامي امارت په لویو اقتصادي پروژو کې کورنیو سوداګرو او پانګوالو ته لومړیتوب ورکوي.

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد هم هغه سوداګر او پانګوال، چې په افغانستان کې پانګونه کوي، په اقتصادي برخه کې ملي اتلان ونومول.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له نړۍ سره د اسلامي امارت د ښه تعامل او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د اواري خنډونه لرې شي.

نوموړی په دې اړه وایي: ښکاره خبره ده، چې په سیاسي برخه کې ستونزې شته، په ځانګړي توګه د رسمیت پېژندنې په برخه کې؛ خو اسلامي امارت په نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه د کابل ښار په شمال کې موقعيت لري، چې د ده سبز ولسوالۍ او د کابل ولايت د قره باغ، استالف، کلکان او د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ يوه برخه په کې رانغښتې ده.

Trending

Exit mobile version