سوداگري

د نویو افغانیو بانکنوتونو د چاپولو هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت نن چارشنبه په ډاګه کړې، چې له بهرنیو شرکتونو سره د نویو افغانیو بانکنوتونو د چاپولو تړون لاسلیک شوی دی.

د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان بانک عمومي رییس هدایت الله بدري له سیاسي مرستیال او چارسمبالي مولوي کبیر سره د افغانستان بانک پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري دغه راز د افغانيو د ارزښت ساتلو په برخه کې د ترسره شويو ګامونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د زاړو بانکنوتونو د دوران په اړه يې هم بحث او خبرې وکړې.

هغه څرګنده کړې؛ له نړيوالو شرکتونو سره داسې تړون لاسلیک شوې، چې د نويو بانکنوتونو چاپ باید له نړيوالو معيارونو سره برابر وي.

افغانستان په تېرو دوه کلونو کې نویو بانکنوتونو ته محدود لاسرسی درلود او دوراني بانکنوتونه یې هم د خرابېدو په حال کې دي.

په لویه کچه اقتصاد پر نغدو روان دی؛ د بانکنوتونو لویه سلنه ټوټه یا پیوند شوي دي.

د یادونې ده، چې د نومبر په میاشت کې یو پولنډي شرکت کابل ته د افغانیو نوي بانکنوتونه وسپارل، چې تړون یې د ۱۰ میلیارد افغانیو پر ارزښت د ټیټو او کوچنیو بانکنوتونو و.

Trending

Exit mobile version