سیمه ییز خبرونه
د نيالگيو له كښينولو ډډه كونكي هټيوال به زر افغانۍ جريمه شي- ښاروال
كابل ښاروالي وايي:
د هغو پلورنځيو لرونكي به زر افغانۍ جريمه كړي، چې د خپلو پلورنځيو مخې ته نيالگۍ نه كښينوي.
كابل ښاروال وايي، چې:
دا كار د ښار د سمسورتيا لپاره كوي او په راتلونكي كال كې به دا جريمه درې زره افغانيو ته لوړه شي.
په همدې حال كې كابل ښاروالۍ د ماشومانو او لويانو لپاره دوه تفريحي پاركونه پرانيستل.
په داسې حال كې، چې د كابل ښار چاپېريال ورځ تر بلې د خرابيدو په حال كې دى، كابل ښاروالي هڅه كوي، چې په ښار كې د ونو په زياتولو لږ تر لږه د ښار چاپېريال خوندي كړي.
د كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي، چې:
د تېر كال په څير غواړو په را روان پسرلي كې هم يو ميليون نيالگي كښينول شي.
ښاغلى محمد يونس نو اندېش زياتوي، چې:
د سړكونو پخول او د پلچلكونو جوړول به په راتلونكي كال كې د ښار بڼه بدله كړي.
كابل ښاروالي پلان لري، چې په را روان كال كې شل نور تفريحي پاركونه هم جوړ شي.