سیمه ییز خبرونه
د نيمروز امنيه قومندان د ماين په چاودنه كې ووژل شو
د نيمروز ولايت امنيه قومندان سمونوال موسى رسولي د دوشنبې په ورځ ( د ليندى ۲۰ ) د هرات – قندهار پر لويه لار د سړك غاړې ماين په چاودنه كې ووژل شو.
سمونوال موسى رسولي، چې په يو رسمي سفر هرات ولايت ته تللى و، له دغه ولايت څخه د بېرته ستنېدو په محال د هرات په ادرسكن ولسوالۍ كې د سړك غاړي ماين د چاودنې له امله ووژل شو، چې په دې پېښه كې د نوموړي يو ساتونكى هم ټپي شوى دى.
د نيمروز والي محمد سرور ثبات په نيمروز ولايت كې د موسى رسولي له كړنو ستاينه كوله او زياته يي كړه، چې رسولي په دغه ولايت كې د امنيت په ساتلو كې ډېره هڅه كوله.
په نيمروز كې ځايي بنسټونه د گاونډ هېوادونو استخباراتي كړى په دې پېښه كې په لاس لرلو تورن گڼي.
موسى رسولي په ۱۳۵۹ ل كال كې له جهادي قوماندان علاوالدين سره د پخواني رژيم په مقابل كې جهاد پېل كړ، چې پدې وروستيو كلونو كې يي د نيمروز د امنيي قوماندان په توگه دنده تر سره كوله.