پرمختګ او بشپړتیا
د نړيوالو بنسټونو مالي مرستې بيا پيليږي – زاخېلوال
ټاكل شوې، چې نړيوال بانك، د پيسو نړيوال صندوق او د نورو مرستندويو بنسټونو مرستې له افغانستان سره بيا پيل شي.
د ماليې وزير وايي:
تر راتلونكې يوې يا دوه اوونيو به پدې اړه له يادو نړيوالو بنسټونو سره سندونه لاسليك شي.
مالي مرستې له افغانستان سره د يادو بنسټونو لخوا په كابل بانك كې له بحران رامنځته كيدو وروسته په ټپه دريدلې دي.
د افغانستان د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال د نړيوال بانك او د پيسو د نړيوال صندوق په غونډه كې د گډون په موخه واشنگټن ته تللى، د نړيوال بانك او آى ايم ايف يا د پيسو د نړيوال صندوق له چارواكو سره په ليدنه كې دې پايلې ته ورسيده، چې له افغانستان سره مرستې دې له سره پيل شي.
د ماليې وزير په واشنگټن كې د آريانا راډيو- ټلويزيون نړيوالې څانگې ته وويل، چې:
د مذاكره كوونكي اړخ ټول شرطونه منل شوي دي.
په كابل بانك كې د بحران له رامنځته كيدو وروسته نړيوال بانك او د پيسو نړيوال صندوق له افغانستان سره خپلې مرستې ودرولې.
د مرستو د بيا پيلولو په موخه يو شمېر شرطونه لكه په كابل بانك كې د بحران پاى ته رسول، د بانكي سكټورونو څارنه او د بانكي ادارو پياوړتيا په نظر كې نيول شوي دي.
د ماليې د وزير په وينا:
پدې برخه كې ټول اختلافات حل شويدي.
كابل بانك تېركال د دې بانك د يو شمېر چارواكو لخوا د پيسو له سرچينو څخه د ناوړه گټه اخيستنې پر لامل له بحران سره مخ شو.
اوس مهال دغه بحران په ستره سياسي ستونزه اوښتى او حتا له افغانستان سره د نړيوال بانك د مرستو د دريدو لامل شو.
د نړيوال بانك او د پيسو د نړيوال صندق كلنۍ غونډه په داسې حال كې پيل شوې، چې د نړۍ يو شمېر ستر هېواد ونه هم له مالي بحران سره مخ دي
