سیمه ییز خبرونه

د نړیوالو ځواکونو په هوایي برید کي د ۴ ښځو او ۴ ماشومانو په گډون ۴۱ ملکیان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د کشتوز د سیمې ځینې اوسیدونکي وایي، تېره اوونۍ د نړیوالو ځواکونو په یوه هوایي برید کي د څلورو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۴۱ ملکیان ووژل شول. دوی په کابل کې د مدني ټولنو له فدراسیون سره په یو گډ خبري کنفرانس کې ټینگار وکړ، چې ټول وژل شوي کسان ملکی وگړي دي او له وسلوالو مخالفینو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

د نورستان چارواکو په هغه مهال ویلي ول، چې دې کسانو له وسلوالو سره تړاو درلود او زیاتره یې بهرنیان ول.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د کشتوز سیمې استازی امان الله نورستانیوایي، د څلورښځو او څلور ماشومانو په گډون ټول وژل شوي ملکي وگړي او د سیمې اوسیدونکي دي.

د کشتوز قوم مشر سخي نورستانی، د نورستان سیمه ییز چارواکي په دې پېښه کې پر لاس لرلو تورنوي.

 

د مدني ټولنو د فدراسیون رییس صدیق منصور انصاري هم د نړیوالو ځواکونو له خوا د ملکي وگړیو وژنه غندي او وایي، باید د قربانیانو دوسیې ته لاسرسنه وشي.

 

په دې اړه د نورستان والي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان هم څو ورځې مخکې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیانو په وژل کیدو نیوکه کړې وه.

Trending

Exit mobile version