تازه خبرونه
د نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستو لویه برخه اوسني افغان حکومت ته ځي – جان ساپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش ويلي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستو لویه برخه د اوسني حکومت جبونو ته ځي.
د سېشنبې پر ورځ د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپلې استماعیه غونډې ته د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان ساپکو وربللی و. هغه له افغانستان سره د نړیوالو ټولنې او امریکا د مرستو د وېش پر بهیر نیوکه کړې او ټینګار کوي، چې د دې مرستو یوه لویه برخه د افغانستان د اوسنیو چارواکو جیبونو ته ځي.
نوموړی وایي: طالبان د مرستو د پروژو د پلي کولو د اجازې پر ورکولو د پیسو غوښتنه کوي او دا معلوموي، چې څوک مرسته ترلاسه کوي. طالبان پر ملګرو ملتونو او نورو ټولنو فشار راوړي، چې د مرستو د وېش په بهیر کې خپل غړي او خپلوان شامل کړي او هغه کسان، چې په افغانستان کې وسلې کنترولوي مرستې هم کنترولوي.
دغه راز د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مککال د مشرانو جرګې غونډې ته د افغانستان په اړه د بایدن د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوي او وايي، چې د همدې سیاستونو پر بنسټ واشنګتن د افغانستان چارسمبالی حکومت مشروع ګڼي.
مایکل مککال ویلي؛ د امریکا اوسنۍ تګلاره طالبان ( اسلامي امارت) د افغانستان مشروع حکومت پېژني. د بایدن حکومت په هر قیمت له طالبانو( اسلامي امارت ) سره د اړیکو پالیسي تعقیبوي او په دې کې پاتې راغلی، چې له طالبانو( اسلامي امارت ) حساب وغواړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دا څرګندونې ردوي او وايي، د بشري مرستو په چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نهکوي.
نوموړی وایي: امريکا او غربي هېوادونه له اسلامي امارت سره هيڅ ډول همکاري او مرسته نهءلري او د هغې پلټنې په اړه، چې تاسې يې يادونه وکړه نه په افغانستان کې کوم رسمي دفتر لري او نه هم د اسلامي امارت له چارواکو سره کومه همغږي؛ ځکه، نو د دوی بیانونه او ادعاوي د باور وړ نهدي.
همدارنګه اسلامي امارت له وسلهوالو ډلو سره د اړیکو درلودلو په تړاو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې د مشر مایکل مککال څرګندونې هم ردوي او ټینګار کوي، چې دغه چارواکي د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره هیڅ اسناد او شواهد نهلري.
